دخپریدو نیټه : 2010-11-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ترخه لګي
اټک يوسفزی
نه کېږي هيڅ شي ته مې زړه نه کيږي
ستا خوږو خبرو ته مې زړه کېږي
نور نو انتظار زما نه ، نه کېږي
ګوره چې اخر به نو اوس څه کېږي
مه وايه چې اوښکې مې عبث لاړې
للمه کې ګلان په بارانه کېږي
هر چا نه چې سا عزرايل اخلي نن
شک يې د قاتل په پښتانه کېږي
نه مې لاس کې توره نه لښکرې شته
ستا ګټل اټکه اوس په خوله کېږي
/ کامه