مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-05-23   مخپرونکئ : 27 - دبېنواخبریال - ننګرهار

غريب پښتون

حيات الله ګهيځ

 

زړه رانه ورک دى، که له زړه ورک يم

له مانه ته، له تانه زه ورک يم

جنډه مې باد شمله مې باد وړې  ده

غريب پښتون يم، په کاله ورک يم

دژوند د للمې ځمکې ډکى يمه

اسمانه ستا له بارانه ورک يم

نه هغه پاتې، نه زه پاتې يمه

لکه د سترګو نه باڼه ورک يم

يار لېونى به لېونى ګرځي

زه يې تڼۍ له ګرېوانه ورک يم

ګهيځه نن يې راکاته داسې

لکه چې دا ځل ترېنه ښه ورک يم.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery