دخپریدو نیټه : 2011-11-10 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
مور
اجمل اټک يوسفزی
لکه مور هره شېبه زما ياديږي
خپله خاوره پښتنه زما ياديږي
بسم الله غوندې مې تل په زړه کې ګرځي
د ايمان په شان هغه زما ياديږي
تاج محل يې نذرماتی شه لوګی
د خيبر ښکلې دره زما ياديږي
چې حيا د بې حيا ورنه کېدله
د پښتون نېغه شمله زما ياديږي
چې خاپوړې يې زموږ کلي کې کړي
په ولا چې هزاره زما ياديږي
چې اټک يې زېږولی خپله غيږ کې
د يونان په شان کامه زما ياديږي
/ پاريس فرانسه