دخپریدو نیټه : 2012-01-20 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
نجیب الله پیمان
چې نه را خیژي نازولې سپوږمۍ
خدازده چې څه یې اوریدلې سپوږمۍ
لکه چې ته بیګاه په بام شوې ښکاره
ښايي له تاوې شرمیدلې سپوږمۍ
نن چې د مخ په لوپټه کې پټ کړو
ځکه نن بیا تندر نیولې سپوږمۍ
له شاعرۍ د منکر نه یمه خو!
وایه تا څه وخت وه لیدلې سپوږمۍ
نن به د یار بیلتون په سیند لاهو شي
بیګاه وه ستورو ناوې کړې سپوږمۍ
پرون د غیږ کې ولې زور ورکوه
پیمانه نن سره ګرځیدلې سپوږمۍ
کابل نوی ښار