دخپریدو نیټه : 2012-02-12 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
وېرېږم
اجمل اټک يوسفزی
د بلبلو د مرغيو شور او جنګ نه هم وېرېږم
د سرو شونډو سرو ګلونو او سور رنګ نه هم وېرېږم
هغه سر مې هغه زړه مې چې له تورو بې پروا و
اوس د پېغلې د مړوند د بنګړو شرنګ نه هم وېرېږم
چې جنت غوندې وطن کې د سور اور سره لوبېږي
زه رښتيا وايم ملګرو اوس پتنګ نه هم وېرېږم
د ظالم او د مظلوم فرق په کې نور کولای نه شم
اوس د خپلو او پردو خان او ملنګ نه هم وېرېږم
نه پوهېږم دې حالاتو په ما څه وکړل اټکه
چې د بنګو هم وېرېږم او لونګ نه هم وېرېږم
/ کامه