دخپریدو نیټه : 2012-02-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
عزم
عبدالولی سرتور
زه چې انقلاب کوم زما خوښه
ته چې هر څه کاندې هغه ستا خوښه
ما خو تورو شپو ته تیلی ورته که
را به شي که نه دا د سبا خوښه
ما خو ورته وینې د خپل زړه ورکړې
دا چې چمن نه شو د صحرا خوښه
مه کوه فرعونه پرې د زور سجدې
تاته چې یې نه کړي د موسی خوښه
ما خو د سپرلي لمن خوره کړله
لرې چې ترې ګرځي د بورا خوښه
ما خو د باد غوږ کې اوسیلی وکه
دا چې طوفاني شوه د هوا خوښه
ډېره مې قیدي کړه د احساس ډمه
بیا هم چې را درومي د نڅا خوښه
ما خو ځان درمل ټپي وطن ته کړو
نوره نو سرتوره د شفا خوښه…