ټولودرديدلوهيوادوالواوپه ځانګړي توګه دپنجوايي دپيښي قربانيانوته ډالۍ
مونږپښتانه ښکلی کلتورلرو = مونږ پښتانه ښکلی فرهنګ لرو
مونږ ته ویاړدی افتخارکووپرې = مونږه میړانه لروننګ لرو
زمونږ په تاریخ نورملتونه ویاړي = مونږ د بابادتورې شرنګ لرو
مونږ جګړه نه غواړومونږ سوله غواړو= که څوک مواړباسی بیا جنګ لرو
مونږه مدام پیغام دسولې لرو= مونږه مدام سوله غوښتونکي یو
داچې په هرډګرکې سوبه ګټو = ځکه مونږ سولې ته بلوونکي یو
مونږ ورکوونړۍ ته درس دسولې = مونږ استادان لروښوونکی یو
مونږه دحال اومستقبل په ژبه هم پوهیږو= مونږ ترجمان دهرراتلونکی یو
خواه ! افسوچې مونږ ارام نه لرو= مونږه ناکسه انسانان نه پریږدي
زمونږله مرګ اووینوخوند اخلي = مونږه خپل کورکې په ارام نه پریږدي
زمونږ تاندی هیلی په ټوپکوولي = زمونږ دبام په سرګلان نه پریږدي
وایی چې دابه رازلمي شي اووطن به ساتي – زمونږ دپوهنې لارویان نه پریږدي
مونږپښتانه دسولې تږی یو = مونږه له جنګ اوجګړ وکرکه کوو
مونږه په ټوله نړۍ سوله غواړو = دغه وینا په ښکاره ځکه کوو
خوافسوس دلته څوک دسولې په نوم = توره په لاس دپښتون سرپریکوي
زمونږ خوبولي خلک لانه وي خبر = دوي یی په چل اوپه هنرپرې کوي
نن دپښتون په کورکې غم جوړدی = نن دپښتون په کورغوغاجوړه ده
ولې په کوم جرم راوژني بچی؟ = دادسیسه راته له چاجوړه ؟
په یواوبل نامه مووړي زندان ته = زمونږله کلي کربلا جوړه ده
پښتون ټبرپه وینواوښکوناست دی = هرشیبه ورته ژړاجوړه ده
ولې پیغام دسولې دیته وایی ؟ = چې زمونږمعصوم بچی زانګوکې وژني
زه وایم ړوند هم داسې کارنه کوي = چې زمونږ شپون بچې ډاګوکې وژني
هرشملورموترهګربولي اوډزپرې کوي = زمونږ بزګرراته پټوکې وژني
زمونږپه ودوراوروی بمونه = زمونږ تاندې هیلې راته زړوکې وژني
پښتون ټبرله پوهی پاتی شولو = دپښتون سیمه کې له سره ابادي ونه شو ه
په ځای دسولې مرګ تحفه ورکوي = پښتون ټبرسره دهیچاهمدردی ونه شوه
څنګه چې خپل افغان په خوار پښتان ظلم وکړ = داسی نادوده دتاریخ په هیڅ بچی ونه شوه
خدای به زمونږله دې چارواکوهم پوښتنه وکړی = ددوئ له لوری هم دی لاره کی راستي ونشوه
خدای خبرکله به پښتون ټبرپه دې پوه شي = اوخپل مکاردوښمن به وپیژني
کله به خپل پښتون نیږدې کړی زړه ته = اوخپل غداردوښمن به وپیژني
کله به اوښکې دخپل ورورپاکې کړي = خپل ستمکاردوښمن به وپیژني
کله به یومټ یوقوت شی پښتون = خپل جفاکاردوښمن به وپیژني
زما داهیله ده په لروبرپرتوپښتنو = واحدیاروایی غیرتمنومیړنوپښتنو
ای! دملالی اومیوند دایوب خان بچیو = ای دنړۍ په کوزاوبرخورووروپښتنو
اى! دميرويس اوحمدشا ه لمسيو = اى دراڼه تاريخ ځلاندونښانوپښتنو
دخپلی ژبې ساتل فرض وګڼې ویې ساتي = ای دخیبرای دپامیردلوړوغروپښتنو
که داونه کوی همدغسی ویده پاتی شي = بیا حساب نه یاستی هیڅکله په ژوندوپښتنو
دپښتون ټبردويښتابه په هيله