دې وچـــــــكالي مو رانه هېري كړې د ګلـــــو ونې
كلـــــه وې پاتې دې مــــــالــت كې د لـــــــيدلو ونې
دلـــــــــته يې ونې نومــــولې د مــــــرغـــــانو په نوم
شــــــوې رانـــه وركې د ښـــارو او د بلــــــبلو ونې
مـــــرغانو هم كډې ترې وكـــړې لاړو بل وطـــن ته
مــوږ ته شوې پاتې هــــا چينجنې د ســــوځلو ونې
ور، كړكۍ ، پارو ، ريل مو شول له اوسپنې جوړ
نه مــــو شــــته كلي كې تابوت د جــــوړولـــو ونې
اوس يې ټول خـــــلك په قـــبرونو جـــــګوي ډبرې
نه پيدا كــــــيږي نور د شـــــــناختو غوڅولــو ونې
چېري به كېنو ساړه سيوري ته دې سره غرمه كې
( رمـــــــــانه ) دلــته خو وې ډېرې د سنځـــــلو ونې