مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-05-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زحمي احساس

مان الله نصرت


تورې تېارې خنجر په لاس سپينه سپوږمۍ مې وژني
د خزانونو سترګې سرې دي ګل غوټۍ مې وژني

د ژوند ميرو کې تږى ګرځم ستړى ستړى زړګى
جانانه لاس راکړه چې تنده ليونۍ مې وژني

د غم رباب نن غږوي راته مرګونې نغمې
ښکاري وختونه د خيالونو درخانۍ مې وژني

د نسيم زلفې د شبنم په اوښکو و لمبيدې
قاتل خزان د زخمي ګل تږې سلګۍ مې وژني
 
بيا د ژوندون پر اننګو د مرګي غشي خښ دي
د غم حالات د ارمانونو ناوکۍ مې وژني

خيال مې زخمي احساس زخمي زړه مې زخمي زخمي دى
خوني ديوان د غزلونو ښاپيرۍ مې وژني
 
نصرته څو به لا مزل کوم د وينو په لار
قاتل باڼه ددلبر سترګي خونړۍ  مې وژني

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery