دخپریدو نیټه : 2012-05-23 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
شفيقه خپلواک
ډېوه يمه بلېږم
په تمه دې سوځېږم
سپوږمۍ له تا ځليږي
ته لمر يې زه پوهېږم
زه ستوری د اسمان يم
ځمکې غېږې ته درلوېږم
زه امېل يمه جانانه
او په غاړه دې زنګېږم
سپرلی،سپرلی بهار يې
غوټۍ يمه غوړېږم
دوخت له سيند مې باسه
چې کب يمه ښوېږم