مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-06-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ارمان دی

عندليب -دير


دلته څوک دي چې په دړد به مې دړمن شي
ټول    سړي    رانه    خوړلي    هديرو      دي
په  دې  وران  کلي  کې  چاته  مينه   ستايې
سړي  نه  لري  خو  سيوري  د  سړو   دي
--
نمره!  ستا   د   دبدبې   علاج   لرم   خو
د  کور  ونې  مې   پيړو   کې  غټې نه شوې
د  زړګي  چاودې  پولۍ  مې  زهر   نولي
ما  له  خلکو  پټولې   پټې   نه   شوې
----
دا چاپيره  زلزله   ده  که  قيامت  دی
که  اوبو  ته  مې  پريوتے تصوير  رپي
يا مې خوب د ازادۍ دے رښتيا کيږي
د  ځندان  په  دروازه  کې ځنځير رپي
---
ولې شکر په څه شکر د څه  شکر
ژوند که دا  وي نو په مرګ يمه خوشاله
دا زما  د کور  کوټه  ده که نه قبر?
غځيدلې  پښې  مې رسي تر ديواله
----
د فکرونو  سرمايې  پکې ورستيږي
عندليبه  هاي ارمان دے هاي ارمان دی
د وطن  په  سردرو  کوي  ګشتونه
زړه دې نه دے خدايګو تخت د سليمان دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery