دخپریدو نیټه : 2012-07-08 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
جاوید احمدزی
څومره خوند چې يتيم سره په ژړا ده
هسې چيرته امیر سره په خندا ده
زما يواځې ، يواځې ځان بهر دی
روح مې اوس،اوس هم په زړه کې د اسيا ده
زه موسی خان به څنګه غزني هيره کړم
هره ټپه کې مې ګلمکۍ اشنا ده
سوالونه وګړئ په زیارتو د وطن
دغه مېنه مو جنت په دې دنيا ده
شعر مې ليکل يو دم راباندې سبا شو
ګوره پروانه تل پر شمع شیدا ده