دخپریدو نیټه : 2012-10-08 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
احمدشاه
سپرغی د هیلو وریدلی دهجران کوڅه کی
دوصال ستوری شو روښانه د ارمان کوڅه کی
ستا د یادونو په مزار چی ډیوی مړی شی کله
کاروان د اوښکو می روان شی د ګریوان کوڅه کی
د احساس تندی می د زړه ورشو ته ورخ کړی نن
ځکه دا للمی لمدومه د باران کوڅه کی
د زړه هینداره می د شک په لوګو خړه وی تل
دقناعت مشال بلومه د ګمان کوڅه کی
دزړه په ځمکه می پیدا نه کړه رښتینی مینه
اوس لټومه پاکه مینه د اسمان کوڅه کی
مات به نه کړی زه یی مخ ته لکه غر ولاړ یم
دوخت نادودی څملومه د امکان کوڅه کی