مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-12-06   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د خوږ وراره ذلان په یاد کی

احمد نواز بنگښ
 

 

زړه می په چیغو چیغو ژاړی ذلان لاړو
د شادو نه خوږ یو ښه انسان لاړو

په تنکی ځوانی کی دی خدایه یوړو رانه
هغه ښایسته شهزاده ښکلی ځوان لاړو

په هر کور کی دی ماتم هر کس دی په ژړا
د ټولو خلکو شیرین او خوږ جنان لاړو

سترګو نه می اوښکی توییږی ، زړه نه می وینی
داسی ښکاری لکه رانه خپل ځان لاړو

ټوله دنیا حق حیرانه او پریشانه دی
داسی بی وخته او ناګهان لاړو

زړه می چوی چی ته رایاد شی
زما د وجود حصه او د هنګو خان لاړو

احمده ژوند اوس به تیریږی څنګه
زما زړه، ځیګر او چشما ن لاړو
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery