دخپریدو نیټه : 2013-01-11 مخپرونکئ : 119 - دبېنواخبریال - وردګ
غزل
ادم خان سیرت
راشي چې صنم ساه مې دریږي
نه وي چې دغم ساه مــــــې دریږي
داحالت دمینې به وي کوم حالت؟
نه کړي چې ستم ساه مې دریږي
زه اوته ددې داستان یوبل تفسیر
راچي شي یودم ساه مې دریږي
ای دزماني شیخانو بس کړي نور
اچوۍ چې دم ساه مې دریږي
دومره انتظار او دومره ډیر کتل
... ښکلونشئ تم ساه مې دریږي
ای سیرته! صبرپه تاڅه وشول
اړوه دې، خم ساه مې دریـــــــږي
دمرغومي ۲۱ مه