مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

هارون حکیمي

هوا یخه، تاریکه ده ، تنهایي ده
له تا لیري یم؛  ترخه مسافري ده

د ېوالنه غرونه غرونه مو ترمنځه
زماوستا د زړنوغوټه تاواني ده

د ځوانیو پر ګلونو موسم اوړي
د وصال د بارانونو وچکالي ده

نه مي ستاپه اندامونوکي ځان خپور کړ
نه مي ستاله خولګۍ وړې مهماني ده

ستا د شونډو په ارمان مي شونډي وچي
خپله ژبه پکښي ږدمه مجبوري ده

وخت به راسي دا ویده زړه به بیاویښ سي
لا هارون سته، لا یې مینه،لاځواني ده 

۱۳۹۱/۱۱/۱۲
چاندیګر، هندوستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery