مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-03-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نر يمه پښتون يم

اټک يوسفزی
   لکه مړی زه ښخ شوی په ژوندون يم
هسې وايمه چې نر يمه پښتون يم
روغ تندی او روغ ګرېوان ګرځم بې غمه
د ليلا دعوه کومه چې مجنون يم
زه او ته ګنې د يو مور بچي نه يوو ؟
نن ته مه ګوره تېر وخت يم زه پرون يم
بخت خو څو ځل د ډهلي تاج را پر سرکړ
زه د خپله لاسه خوار يمه زبون يم
چې اټک ته ورنږدې شمه نو ښه شم
چې په غيږ کې د خپل مور يم په سکون يم
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery