دخیالونو په زانګو کې زنګیدم په مینه مینه
ستا د چم په ګړنګو کې هسکیدم په مینه مینه
ته مې هیله دهستۍ وي ګړندۍ ولې له مانه
هره خوا مې ته کتلې ګرځیدم په مینه مینه
راښکاره د ښکلۍ مخ کړه له نقابه ګوره ولۍ
له کلونو در پسې چې ژړیدم په مینه مینه
ته کاروان د روښنایې یې ګرانې سولې
راشه تاته له پخوانه نڅیدم په مینه مینه
کابل افغانستان