دخپریدو نیټه : 2013-04-26 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
پښتو هم مېوه ده
اټک يوسفزی
مينه که د ژوند د باغ خوږه مېوه ده
هجر هم لکه نشه ترخه مېوه ده
د دنيا د نعمتونو مستغني شوم
زما زړه کې اوس د عشق پخه مېوه ده
بې له څانګو هم شکرې پيدا کيږي
خوږې شونډې د ليلا هم سره مېوه ده
د جنت له لذتونو منکر نه يم
د اټک ژبه پښتو هم ښه مېوه ده