دخپریدو نیټه : 2013-05-21 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
خصلت
اټک يوسفزی
زړه کې يوازې محبت لرمه
د اينې غوندې خصلت لرمه
پښتو دې وي او تربګني دې هم وي
هوخو د جنګ نه زه نفرت لرمه
ورته د زړه سره خپل سر وبخښم
ميلمه ته دومره سخاوت لرمه
په خپلو بدو شرمينده شي خپله
په رقيب داسې شرافت لرمه
چې په اټک دې کړم مين خاونده
پوره ايمان اوس سلامت لرمه