دخپریدو نیټه : 2013-06-05 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ګلونو ماشومانو
محمد داود ناظم
د نن وړو ګلونو، سبا ورځې ځوانانو!
ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانــــــو!
دا ستا وړې وړې ګلې - له شاتو نه خوږې ګلې
شــــــکرې راوتې ګلې - خبـــــرې په مزې ګلې
کېږدئ جان قدم ناهيد په لارو د ملالو
ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانـــــو!
ستا په وطن مينه ګله - زړه کې تکه سپينه ګله
ډېره نازنيـنــــــه ګله - ښــــکاري ګلورينه ګله
فطري ايمان مو وينم په زړونو کې ګلانو
ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانــــــــــــو!
سم کتاب قلم په مينـــه - زړه کې ساته سپوږمۍ سپينه پرمختګ خوبونه وينه - لمر شه پورته آسمان شيــــنه
دې ښکلې زانګو کې د نړۍ زانګئ ګلانو ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانــــــــــــو!
وي سلام د پلار او مور ته - هم يې ورور او هم يې خور ته
هم کاکا او هم يې ترور ته - هم عمه او کلي کور تــــــــــــه
جوړ کړئ له بچو نه غزنوي او اکبر خانو
ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانــــــــــــو!
ګرانو مشرانو د وطن - کينې ته واچوئ کفــــــن
استعدادونــــه د ميهن - روزئ بچي مو په چمن
کړئ ناظم بچي مو په ټولنه بزرګانو
ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانـــو!
په مينه