چې د ځوانۍ په خوږو پوی شومه لمبو واخيستم
څومره ارزانه د ښار ښکلو په سيکو واخیستم
درياب نظر ته دې زه هېڅ د ټينګې پاتې نه شوم
د ژوندانه په سحرا خلی وم اوبو واخیستم
تاچې د زړه له بدخشان څخه را وباسلم
قيمتي لعل ومه په نه بيه پردو واخيستم
د ژوندانه د روزګار مزی مې هېڅ نه غځيږي
خدای ج خبر زه د چا دسپينې خولې ښېرو واخیستم
له هغې ورځې بې قراره يم تسکين مې نشته
له کومې ورځې چې دې غېږه کې ليلو واخیستم
۱۳۹۱/۱۱/۲۸ سلواغه
پکتيا ـ اتفاق مېنه