دخپریدو نیټه : 2013-11-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
راته وبال ښکاری
نوریه وهاب شلګری
سترګی می سوی ستړی د د یدن په ارمان کښی نن
فکر می قدم وهی د ستا په محلو کښی نن
روح می بختوره د بابا په هد یره ګرځی
خوار جسد می خښ شو د پرد و په وطنو کښی نن
تللی می د زړه بلبل په خپل غزنی چکروهی
تش کوګل یم پا ته دهجران په تورتمو کښی نن
هرقدم چی اخلم زه او خدای راته وبال ښکاری
ستړی په مزل سومه د نورو په ملکو کښی نن
څنګه به د ژوند ښکلا و سینګا ر وکړم؟
پا ته زه نوریه یم په څلورو د یوا لو کښی نن