پولیسي داستان (د عبدالله الهام جمالزي ليکنه)
اکبر سترګې پاکې کړې ، نه ماولاکه ستادازارولو قصددرلود مایوازې هڅه کوله له تاسې س
ه مرسته وکړم ، زما ورته زړه وسوځیده ریښتیاهم نو خوار دپیسو ګټلو لپاره کار کوي نو ددې خوار څه په وس پوره وو
اوس یې په دومره لوی تور ونیسم او هتکړۍ ور واچوم بیا که زموږ مرکز ته هم په لاس ورغی نو خدای ښه پوهیږي چې پدې
بدن به تر یوې میاشتې بند ژوندی راووزي او کنه . هغه سر په مېز تکیه کړ اوښکې یې پاکې کړې ، سلګۍ ېې وکړه : نوته به
خدای ته څه ځواب وایې ؟ زمابچیان به اوس تاته ښېرا کوي چې زه اوس کورته ورنه غللم ... خوماد خپل عادت له مخې یو ځل
بیا ښه کلکه څپړه وواهه او له کوټې یې راووتلم ، بېرون مې جنرال پکتین ته وویل چې هرڅومره ژر وي دشرکت رییس هم
ونیسی او دلته یې راولی . ساعت ته مې وکتل یوولسو ته پنځلس پاتې وې له والي سره مو جلسه درلوده ... دفتر ته راغلم
کتابچې مې راواخیستې او یوعسکر ته مې وویل چې دنوي تورن کوټې ته هیڅوک هم بې غیر له عادي عسکرو پری نږدي چې ورسره
خبرې وکړي . بېرون راووتلم موټر تیار وو دولایت لوري ته روان شولم مخابره ډېره تیزه چالانه شوه :
ویل مې :
- اورم وایه .
- په سرحدي پوستو بریدونه روان دي ، مرستې ته سخته اړتیال
و .
- دومره جدي یې مه نیسه وارخطایې مقاومت وکړی .
- نه کیږي
- نوملي پولیس یادګډې قرارګاه کسان شته ؟
- هاو نو هغه خوخپل
کارکوي ...
- څه ته اړتیالرې ؟
- هوایی مرسته راواستوه .
- ته لیونۍ یې هلته کله موږ دهوایي برید اجازه لرو ...
- هررنګ چې
کیږي موږ ګوره محاصره یو .
- که له شکین درته ځمکنۍ مرسته واستوم څنګه ده ...
- نه کیږي دهغوی په لاره کې عملیات روان دي ترموږه نه شي رارسیدلای .
- څودقیقې
کیږي جنګ روان دی .
نیم ساعت وشو .
- تلفات څنګه دي ؟
- ستا ماغزه خراب دي زه په جګړه کې یم ته رانه بشپړ راپور غواړې
ځه بابا ...
دمخابرې غږ کرار شو ، جنرال داودزي ته مې وویل چې هررنګ کیږي
هلته دمرستې لیږلو بندوبست وکړي ، هغه هم له سلامۍ وروسته روان شو . زه دولایت مخ ته راورسیدلم داسې مالومیده
که چې والي هم همدااوس رارسیدلی وي امنیتي تدابیر کلک وو . زه هم په چټکۍ ورننوتلم . والي غوسه مالومیدلو خو م
اته یې څه نه ویل ځان یې هغه خوا دېخوا بوختاوه :
- رییس صیب ستاسې بیګاني عم
یات څنګه وو ؟
- بد نه وو ، یوکس مو ونیو هیله ده کارونه به مو اسانه کړي .
- هیله من یم ، خو ګله لکه چې مالومیږي اوس لږ نور هم سخت زړی شوی یې پخوا دپه ورځ کې یوه ګناه کوله خو
اوس لکه چې په ساعت شوې ... نه غواړم پدې اړوند خبرې وکړم دااوس قوماندانۍ په سرحد کې دجنګ راپور ورکړ څه نخره ده ؟
- ولاوالي صیب زموږ کسان هم سخت ګیر شوي دي جنرال پښتون همدااوس راسره خبرې وکړې حال
یې ښه نه وو .
- ښه تیرشه لدې څه وکړم ؟
- نه پوهیږم خو که د کراچۍ شرکت
مشر همدااوس ونیول شي زما په اند به دسرحد جګړه هم ودریږي .
- ته هم ولا عجیبه خبرې کوې
بېګا دې ویل چې له هغه سره دپلوماتیک چلند وکړی خطري دی او امنیتي ستونزې زیږولای شي اوس بیا وایې چې ودنیول شي .
؟
- خو په دواړو کې دهغه خنزیر ګټه ده خو ترټولو ښه لاره یې داده چې له پولې هغه خوا
داستخباراتو پولیس باید دهغه ښځینه سکرټره ونیسي او دپولې په پوستو د عملیاتو لامل ترې وپوښتي زماپه اند له
ښځینه ژر زموږکار آسانیدلای شي .
هغه وخندل سر یې وخوځاوه ، له قلمدانۍ څخه
یې قلم راوایستلو او په دواړو لاسو کې یې کلک کلک وموښلو:
- تا دوه کاله پدې
پوست کار وکړ تراوسه پدې پوه نه شوې چې له هغو نه پدې اسانۍ راز ویستل اسانه ندي .
- نه خو
دهغې له منځه وړل کولای شي په پوله روان عملیات دڅه وخت لپاره ودروي .
- لکه چې زړه ددی دم
چیو ځالې ته لاس وروړې ؟
- نه زه به دلته دشرکت مشرهم ونیسم او بې لدې چې اسناد په لاس راشي
دجاسوسۍ په تور به یې مرکز ته واستوم ، دلته له اسنادو ترلاسه کولو وروسته شرکت تړلی شو او دشرکت له تړلو سره
یې کار یو طرفه کیږي .
- سمه ده خو هو بیا درته وایم چې دقیق واوسه لکه هغه بل ځل داسې نه شي .
- په دواړو سترګو اوس به لاړشم .
- مخې ته ښه . . . ګوره !
- بلې صیب .
- هغه نیول شوی کس ښه پیژنې څوک دی ؟
- هو
هغه اکبر دی په کراچۍ شرکت کې منشي دی .
- ښه خیال ساته چې بیا دهغه بل ځل پېره پرې ونه کړې
.
- سمه ده په دواړو سترګو .
ماته غوسه راغله ، تل یې
دهغه بل ځل عملیات راته پیغور کړي دي ، خپله خو داسې پرښته یې چې توبه . . . په موټر کې موټروان رادیو نېولې وه .
- صیب د سرحدي جنګ راپوردی .
... خو نوم
وړي په ځانګړې توګه دچانوم یاد نه کړ یواځې دومره یې وویل چې په پرمختللو وسلو سمبال دي ، تراوسه پدې اړه ددې و
ایت د استخباراتو رییس او امنیتي چارواکو څه ندي ویلي .
مارادیو بنده کړه .
- بس کړه وهلکه داټول درواغ وايي . ټوله ورځ همدا دروغ دي : ترهګرو داسې وکړل
او ترهګرو داسې وکړل .
دفترته له ننوتلو سره راته سکرتر وویل چې دکراچۍ ش
کت رییس درته څلور پیغامه پری ایښي دي .
ماژرخپل کوټ په چوکۍ واچاوه تمانچه
مې په میز کېښوده او دټلفون غږ مې جګ کړ . سلام ، وبخښۍ وروره چې مزاحم مو یم ، زموږ په شرکت هم ترهګرو برید کړی
دی . موږ هم مرستې ته اړتیالرو ، که قوماندانۍ ته درسره خبر ورکړی بل داچې زموږ همکار اکبر ستاسې نفروبېګا زما په
خیال سهواً نیولی دی هیله ده تاسې ورته جدي پاملرنه وکړی او نن یې تربېګا پورې راخوشی کړی . مننه .
سکرتر دچایو پیاله په لاس کې وه او پزه یې کشوله لکه چې زکام وو ، ورته ومې ویل :
- دعملیاتو په ساحه کې کوم قوماندان دی .؟
- غمی
.
- هه غمۍ ؟ هغه هلته چا استولی ؟
- له ګډې قرارګا نه
پوښتنه وکړه چې ولې یې استولی . تاته زه کله کله هرکاره درښکاره شم .
- نه ورک شه ته ګړنګن
دڅه شي یې .
هغه وخندل او په کتابچه یې زما د ښځې تصویرته اشاره وکړه او سر یې
وخوځاوه .
ورته ومې ویل چې ورک شه نور دټوکو وخت ندی غمي ته ووایه چې ژر په شرکت
خپل ورسپارل شوی عملیات شروع کړي چې ددې ریس پته خو ولګیږي چې څه بلاده له پیغامه خو ډېر عاجز مالومیده .
دچایو پیاله مې راسره واخیسته د اکبر کوټې ته ورغلم . دهغه په لاسو کې هتګړۍ وې خو داسې
مالومیده لکه چې ورسره عادت وي دکورتۍ ځنځیر ېې له هتګړیو سره ډېر په آسانۍ سره پرانیست . سرمې دسلام په اشاره و
ته وخوځاوه :
- څه حال دی .
- داچې وینې یې .
- ګله تاخو بېګا ویل چې دروغ نه وایم .
- نوڅنګه؟ وایم یې ؟
- دکراچۍ شرکت رییس ونیول شو .
رنګ یې تغیر شو خو په زیات فشار یې
ځان کنټرول کړ رنګ یې هم ژیړشو لاړې یې په خوله کې ونښتې خو ځان یې ډېر آرام ښودلو .
- نو څنګه وشو چې ونیول شو هغه به هم ماغوندې بې چاره وي ستا د څیرونکو افرادو لاس ته به ورغلی وي .
- نه ګله کیسه دلته ده چې ولې دومره خیانت ؟ ها! تا به ماته بېګا ویلي وو . کیسه حل وه نه به دومره سرحدي
پولیس وژل کیدل او نه به هم په پیښور کې ستا د رییس صیب سکرټري وژل کیده .
څه یې ونه ویل خو لکه چې زما خبرې ورته کوم اهمیت نه وي درلودلی موسکند شو .
- څه اپلتې وایې .
- اپلتې ؟ له پلار سره دناست یې چې اپلتې درته وايی احمقه !
ویې خندل شونډې یې په غاښو کې ونیولې .
- ښه اوس داوایه چې ماکله محکمې ته لیږې .
- محکمې ته نه خنزیره تا آزادوم خو ارمان چې
بېګا تاماته دومره ویلي وای . دومره بې ګناه خلک به ولې وژل کېدل . اوس هم ګرانه خبره نده ته به لاړشې خو ستا په
ځای به زه له دندې ګوښه شم .
- ولا باور وکه په ګډو وډو سریې .
- نوسمې
خبرې څرنګه وي . ته راته داووایه چې ته ولې راته یوه سمه خبره نه کوې .
- تاله یاده وویل چې م
اریا په پیښور کې وه .
- نوڅه تاته دروغ وایم چې د ادې زوی مې یې .
ویې خندل خو لږ څه بل شانته . ژریې ماته سترګې ونیولې او ځیر شو .
- ښه نو له هغې یې څه لاس ته راوړي ؟
ایله اوس ډاډه شوم چې خپله هم ښه ستره
بلاده .
- نوچې اسناد یې لاسته نه وای راوړي وژل کیدله به .
- ماریا نومېدله ؟
- څوک ... سکرټري هو ماریا .
- خدای درحم پرې وکړي .
لاندې یې وکتل تندی یې ګونځې کړ لاړې یې تیرې
کړې او ماته یې وکتل :
- رییس صیب چیرته ؟
- هغه مې هوایي کړ ...
- څرنګه ؟
- مرکز ته مې د
جاسوسۍ په تور واستاوه .
له ځانه سره یې وخندل په هتکړیو کې بند لاسونه
یې راپورته کړل خولې یې وچې کړې . په لوی جمپر کې یې ځان وخوځاوه .
- نواوس ؟
- اوس داپاتې دي چې یواځې ته دومره راته ووایې چې په سرحد ولې عملیات پیل شویدي او څه غواړي ؟
- تاخوویل چې رییس مې نیولی دی .
- نو څه دروغ دي .
- خو له هغه پوښتنه وکړه چې حساب دپه لاس درکړي ... بې غیرته له وژلو پرته مو بل څه ندي ذده ... تاهم سند
اخیستی اود هیواد لپاره د دخدمت قسم اخیستی جلاده .
- په تایې څه خپل وطن مې دی که خدمت
کوم که جفا که ته ددې وطن وای هره خبره د ریښتیاوه لکه څرنګه ؟
سریې تاو
اتاو کړ اسویلۍ یې وکړ .
- ښه اوس ته راته د سرحد دعملیاتو په اړه ووایه ځکه چې
ته خو پوهیږې نن د کورواله هم ټا کل شوېده له پولې هغه خوا ولاړه شي .
مایې
په مخ کې دبدلون تمه کوله خو هیڅ یې رنګ تغیر ونه کړ نه یې زمالورته راوکتل :
- نو چې ځي ځي به .
- ښه نده چې دلته یې درته راولم ؟
- بې غی
ته .
رنګ یې تور شو سترګې یې تتې کړې :
- څو
بجې دي ؟
- نه هغه ته چې فکر کوې هغه وخت تغیر وخوړ یو ساعت وروسته شو اوس زموږ کسان لګیادي
ددې کلۍ دمیندلو په انتظار دي ته بې غمه اوسه . او س یوه نیمه بجه ده . ولې ته ساعت نلرې ؟ ته باید ساعت ولرې اق
اً چې داخو درته معلومه شي چې اوس به چیرته وي ...
مخ یې رانه وګرځاوه . م
ابیابیا پرې ټینګار وکړ په هره لاره چې مې تاو راتاو کړ څه مې ترې ترلاسه نکړل . چې راپورته کېدلم د جنرال داودزي
خبره رایاده شوه چې ویل یې شاید ددې ولایت ټولو ترهګرو ته همدا یوشرکت وسله ورکړي اوبس . بیرته راوګرځیدلم . آ
ام مې ورته وویل :
- ګرانه ته نه یې خبرچې دوسلې کار هم دومره آسانه ندی .
هغه سترګې تتې کړې او دکمیس تڼیو ته مې ځیر شو .
- ګوره نو رچې هرڅه کوې خو کور والا مې بې ګناه ده که پښتون یې هغې ته څه زیان ونه رسوی .
ښه په زوره یې وخندل او دبیرون وتلو اشاره یې راته وکړه .زه سخت له ځانه سره خجالت شوم ...
ولې یې راباندې ملنډې ووهلې ... چې بېرون ته راووتلم نو ډاکټر نجیب راغلی وو هغه مې ډیر تکړه مامور وو هغه په سرحد
کې کار کاوه خو نه پوهیږم داسې یو په یو له کومه شو .
په دفتر کې کېناستلو په
بکس اخته شو کاغذونه یې راوایستل اوموسکند شو :
- واخله ته دې عملیاتو ته
دادوه میاشتې وارخطا وې .
- نو ولې ته وایې اسانه کار وو ؟
- وو ؟
او که دی ؟ داسې ډاډه ډاډه خبرې کوې لکه چې بریالۍ شوی وې ؟
کاغذونه مې
اواخیستل ټول تصویرونه او دګوتو او لاسلیکو نو ډک وو . ډاکټر ته مې وکتل :
هغه وخندل سریې ګراوه . شونډې یې بوڅې کړې .
- دفساد اصلي ځاله مو ونیوله .
- اصلي ځاله څوک یادوې ؟
- دکراچۍ دشرکت رییس .
- هغه خوموږ دوه ورځې وړاندې درته ویلي وو چې فساد دهغه په
کونه کې دی .
- نه لالا سهوه شوي یاست داکبر ښځه ماریا دټولو فسادونو ځاله وه .
- هه ماریا داکبر ښځه ده .؟
داکبر په زوره خندا رایاده شوه ...
- ښه ښه نو څنګه چل دی اصلي خبره څه ده .
- نن په دو
سو بجو په داسې حال کې چې ترمخ یې ښه تیز عملیات روان ووپه موټر کې دوتلو په حال کې پرې استخباراتي ځواکونو برید
وکړ او مخ په دې خوا مو را بار کړه .
- اوس چیرته ده بس په ګډه قرارګاه کې .
- نو ته څنګه راغلې ؟
- دګډې قرارګاه په چورلکه کې .
- څه ؟ ګډې قرارګاه برید وکړ .
- نه یواځې یې مرسته وکړه .
- نو دپولې عملیات څرنګه شول ولاړدي کنه .
- نه هغه به ترهغو دوام ولري چې څو د شرکت
ییس هم ونه نیول شي .
- ورک شه تاخو ویل چې هغه مو هم ونیولو .
- ټوکه
مې وکړه .
- ښه سمه ده .
له ډاکټره مې ژر ځان راخلاص کړ
هغه مې واستاوه چې پدې اړه خپل رپوټ بشپړ کړي زه نیغ راغلم د اکبر په کوټه ورننوتلم .
څه یې ونه ویل خو حیران حیران یې دپوښتنې په ع
امه یې راته وکتل .
- ګرانه له ژمنې سره سم مې ماریا جانه درته راورسوله م
اویل چې راتلونکې شپه خوږه تیره شي . تندی یې ګونځې کړ سترګې یې برندې کړې او اسویلۍ یې وکړ .
- دومره جرات دې له کومه کړ . ؟
- داخو له موږ سره وو په لاس کې کاغذونه او له هغه سره
دماریا تصویر مې ورته وښودلو . څه یې ونه ویل بل تصویر چې په چورلکه کې دهغې له ټپي بدن نه اخیستل شوی وو ورته
وښودلو .هم څه یې ونه ویل بل تصویر چې هغې له څو ځوانانو سره اخیستی وواو دهغوی په لاسونو کې وسلې وې وروښودلو .
دهغه سترګې راووتلې .
- دروغ دي فریب یې درکړی دی .
- کرار شه
کرار شه اوس راته دا ووایه چې لویه ډيپو چېرته ده ؟
ویې خندل .
- دوالي صیب کره مو .
- په هغې پوهیږم بله داسې چې تراوسه نه وي ویشل
شوې . ؟
- ګټه مې څه ده .
- آزادوم دې .
- داخب
ې پرېږده . ته او خدای داراته ووایه چې هغه زوی او لور مې چیرته دي ؟
- هغه ته ترهغه پورې
دژوند تمه ولره چې څو دویلي ندي چې خبره چېرته ورانیدونکې ده .
- قول راکړه چې زوی او لور به
مې ترسفارت پورې رسوې .
- ځه قسم خورم .
- خو ته ډیربې غیرته یې . . .
- ته باور وکړه . کنه دې ته پام وکړه چې زموږ له استخباراتو به هله ژوندی وځې چې حقیقت ووایې کنه
سم خورم تراوسه داسې څوک ژوندي ندي وتلي چې څه یې ورسره پټ ساتلي دي .
- ته مې ویروه مه ګو
ه زوی او لور مې د یو ګاونډي په کور پاتې دي او هغه ته مو ویلي دي چې تردوه ورځو پورې چې څو ماریا راګرځېده هیچاته
یې ونه سپاري که پولیس یا د مقاومت ځواکونه هم وي .
- ښه هغه آسانه دي دازما دنده . چې
ستازوی اولور به سلامت سفارت ته رسیږي .
- ښه مادا ډېر وخت هڅه کوله داڅیزونه درته
ووایم خو نن نور څه درته نه وایم یواځې دومره به درته ووایم چې رییس بې ګناه دی ماریا بې ګناه ده او زه بې ګناه یم
. ورشه والي له مرۍ کلک ونیسه چې ولې دوسلو سوداګري کوي ، او ولې دخپل هیواد تاریخي آثار په بل هیواد پلوري ... هم
به د سرحدي جګړه ودریږی او هم به ...
تهران هفتم تیر
۱۳۸۵ دمرغومي ۱۶ مه