مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-10-08   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

د اختر تحفه

محمد نعمان دوست


چې څنګه   ماشومانو  د پلار په لاسونو کې پلاستيکي کڅوړې و يدې ، ورمنډې يې کړې ، ستړي مشي هېر شول ، هر چا په کڅوړو کې خپل نوي بوټونه لټول .
 خو کلثوم  په انګړ کې دغه ننداره  ، د خونې له کړکۍ کوله .  پلار يې راننوت  ، څو جوړې بوټان يې د هغې مخ ته کېښودل :
 لورې خپله يې خوښ کړه !
 کلثوم  يوه جوړه خوښ کړل ، دواړه يې خوا په خوا کېښودل ، ښکلي برېښېدل ، کوچنى لاس يې پ ې را تېر کړ .
 يو ناڅاپه پورته شوه ، خو بېرته ړنګه بنګه را ولوېده ، مور يې بسم الله کړ  .
ټول غلي وو ، کلثوم بېرته بوټان له مخې لرې کړل : نه ، نه يې غواړم  .
مورې ته ووايه !؟  په بوټانو څه وکړم  ؟ هر څه جوړه ښه ښکاري ، زه د بوټانو جوړه نه خرابوم  .
 د مور سترګې د کلثوم په لور پرانيستې پاتې وې او له سترګو را روانې اوښکې يې يوه – يوه ګريوان ته څڅېدله  .

 کلثوم ، بيا په غريو نيولي غږ وويل :
 مورې ! دوى نو  ولې زما د پښو جوړه خرابه کړه ؟  ولې يې په يوه پښه کړم  ؟ زه خو   اختر کې چاکره هم نشم تلى زه بوټان نه غواړم .
 مورې !
 دا بوټان واخله ، د هغه چا کورته يې  يوسه چې راکټ يې ويشتلى و او  و ته ووايه :
زما لور اوس بې پښې ده ، واخله دا بوټان دې خپلې نازولې لورته د اختر په تحفه کې ورکړه .

                              &nbs p;                               & nbsp;                              &nbs p;      د تلې ٢٦ مه ،کاب  
                             &nbs p;                               & nbsp;                              &nbs p;     

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery