دخپریدو نیټه : 2007-10-08 مخپرونکئ : عُمر واحديار
تنده
مي
ويس جلالزى
لیکوال میرویس جلالزی
د سړو اوبو وروستی بوتل می د یخچال څ
خه را پورته کړ
بوتل می له ښی لاس نه چپ ته کړ او په یخ لاس می د تندی خولي پاکي کړي .
د آشپز خاني د میز
په سر د کوڅې کړکۍ ته مخامخ کښینستم.
لمر ټیټ شوی وو خو ستوری نه ښکاریدل ښایی چی په دوړو او گرز کې به پت
ول .
زمونږ د ښار چاپریال چندان خوندور نه وو .
د ستورو درک نه لگیده .
سوړ شمال له مخامخ کړکۍ را
باندی ولگید ، په دی موسم کی چې مټ کی د سنبلی میاشت وتلي وه ، ساړه باد یوه عجیبه افسانوی مزه
کوله .
د میزان د میاشتی د 4می ناوخته مازدیگر وو .
د آپارتمان به یوازنۍ کوټه کی می د رادیو غږ تر غوږ
شو .
داسی خوند یی وکړ لکه چی په بیگانه وطن کی در باندی د خپل وطن پښتنه پیغله نا څاپی غږ وکړي
.
له څان سره می وویل : " خدایه نن به بیا زمونږ په ښار کی څه خبري وي"
د خبرونو ویاند په چټک او درانده غږ
د ترافیکی پیښی خبر ورکړ.
"نن سهار دلته د"
فارک" په جاده کی په یوه ترافکی پیښه کی 16 تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
پیغلي ، ماشومان او بوداگان د وژل شویو
کسانو په دله کی شامل دي"
"امبولانسونه سیمی ته رسیدلي او پولیس د پیښی څرنگوالی څیري"
له ځان سره می
اندیښنه شوه چی خدای مکړه زما په ملگري ( سونیا) څه نوي شوي؟
دا رادیو می کله چی له وطن څخه راتلم مور راته
اکړی وه .
هغی به ویل چی دا ستا همځولی ده ، د 23 کلونه ده .
دلته چی به می ملگري کو ټی ته راغلل نو هغوي
ته به تر هر بل شی رادیو په زړه پوري وه .
ځکه زما رادیو یو بټن درلود ، په هغی هم مړه کیده هم لگیده، هم یی
واز پری لوړیده او هم یی موج پر پیدا کیده .
په دی ښار کی د دی خلکو په ژبه سم نه پوهیدم.
رادیو ته په قهر
وم ، او مړه می کړه .
صبا ته مو په پوهنتون کې ازموینه درلوده ، ما به تل د آزموینو په شپه له" سونیا" سره تر
نیمي شپی درس ویلو ، زه د هغی په ژبه پوهیدم او هغه زما لیکن په انگریزی ژبه دواړه ډ یر کم پوهیدلو .
زمونږ بس
وه ، دومره مو کولای شول چی په ماته گوډه ژبه یو بل پوه کړو او خپل مشکل پری اسانه کړو.
په دی ښار کی هرڅه
بیگانه دي ، ژبه ، خلک ، هوا ، غرونه او حتی مینه مگر زما او د سونیا مینه لکه د افغانی نکلونو په شان دومره
پاکه او ساده وه چی ویل یی ډیر وخت غواړی .
زما د کوټي سور ساعت چی هره ور ځ به یی په شنه سهار را ویښولم دا م
اښام په چټکۍ
روان وو ته به وایی چی له کوم څه خبر شوی وو .
ټک ټک....... یی د کو ټی سکوت مات کړی وو نوره
چپه چوپتیا وه خو کله به د هغه سمندر د قهریدلو څپو غرهاری هم پورته شو چی زمونږ د ښار تر څنگ تیر شوی وو
.
فکر می کاوه چی سمندر به هم پریشانه وي
ملگري به یی ورکه وي؟
نه هغه خو انسان ندی !...
سمندر هیڅکله هم
مینه نه شی کولای!..
د ماښام 8 بجي شوي ، خو د "سونیا" درک نه ښکاري ، له ځان سره می فکر وکړ چی د" سونیا" به
زموینه هیره شوي وي .
خو صبا ته آزموینه لرو .
نه پوهیرم؟
تلیفون می راپورته کړ ، سل او زر خبری می زړه ته
را لویدې .
تلیفون ټونگ ټونگ نه کاوه ، ښایی چې د هر بل وخت په شان به نن هم تلیفون ستونزه درلوده
، د دی ښار اوسیدونکو به ویل، دا د اروپاه زو ړ ښار دی او دا خلک له نوی تکنالوژی سره چندان مینه نه لري
.
په وار وار می د تلیفون د کولو هڅه وکړه خو هیڅ.....
د سونیا موبایل خو به تل روښانه وو مگر نن ماښام....
نه
پوهیرم چیرته ده !
دیر بی قراره وم ، رادیو می چالانه کړه یوه غربی سندره وه
سم دستی می رادیو مړه کړه ، "
په سندری د بلا سی"
کافرانو!
د آنگلیسی ژبی پنډ کتاب می را واخیست او ځان می پری غلطاوه ، دوه پاني مي نه وي
اړولي چی د دروازی زنگ وکړنگید!
د دروا ز ې له خلاصیدو سره می سمدستی یو پلن ، جگ او له رنگه سور سړی مخی
ته نیغ ودرید.
"ښاغلی خنان تاسو یاست ؟
نه زه خنان نه یم ، زه حنان یم !
سړي وخندل " هو هو ، زمونږ ح
نان په کار دی "
دا سړی پولیس وو ، هغه خپل کارت را ته راښکاره کړ او رانه یی وپوښتل:
" زه د "سکوپ ون " پولیسو
ماموریت افسر یم !
سونیا پیژنی؟
"هو پیژنم یی".
آیا هغه ستاسو د هیواد ده ؟
نه!"
نو څه ډ ول اړیکي ورسره
ري؟
"هغه زما په ټولگي کې وه"
" تل به مو گډ لوست کاوه ، او کله نا کله خو به د یوبل کو ټی ته تلو راتلو
!
پولیس په لړزیدلی غږ وویل:
ښاغلی حنان!
په ما پسی را ځه !
ژر ژر د زینو له پټو کته شوو .
پولیس له م
خی او زه تر شا وم ، ډیر وارخطا وم ، نه پوهیدم چی څه می کړي او پولیس له مانه څه غوا ړي !
کله خو به می وویل ،
ښایي د دی ښار د مهاجرت قانون به نوی شوی وی نو زمونر اسناد به گوري ....
سل او زر اندیښنو واخیستم......
په کوه
کی د پولیسو موترولاړ وو ، سرو او شنو څراغونو یی په نژدی ودانیو کله سري او کله هم شني وړانگي شیندلي .
پو
یس له ما غوښتنه وکړه چی موټر ته وخیژم ،
موټر روان سو .
7 دقیقي به تیري وي چی د ښار مرکزی روغتون ته مخامخ
د پولیسو موټر ودرید.
د موټر له بریک سره می هر څه هیر شول ، وطن ، کور ، خپلوان ، دین مذهب او حتی مور او پلار
.........
پولیس پوه شو چی زه خورا بیریدلی یم.
زما حالت چی یی ولید نو راته یی وویل :
ښاغلیه وارخطا
کیږه مه "سونیا" په یوه ترافیکی پیښه کی یوازی لږ برسیرنه ټپی شوی ده !
ښه کیږي !
د اندیښنی وړ خبره نده !
ژر ژر زه او پولیس روغتون ته ننوتو ،
پولیس د عاجلی څانگی کوټی ته مخامخ ودرید او دروازه یی خلاصه کړه
په کوټه کی خورا ډیر ډاکتران چا سپینی او چا شنی چوپانی په ځان کړی وی .
ټول سره را غونډ شوی ول ، هر خوا کم
پیوتری ماشینونه او روښانه سپین څراغونه ځلیدل..
په بیړه هغه ځای ته ور نژدی شوم چیرته چی داکتران راغونډ
وی ول
ناڅاپه می د سونیا په ژیرو څنو سترگی ولگیدی خو دا ځل یی د تل په خلاف سترگي پتي وي .
ډاکتر په او
ږه وټکولم او د هغی په مخ یی سپینه روجایی را کش کړ ه .
سونیا اوس د تل لپاره را نه تللی وه ،
په همدی
سوچونو کی وم چی د دروازی زنگ وکړنگیده .
نا څاپه له ځای نه راپورته شوم
سخت ویریدلی وم
دروازه می خلاصه
کړه چی" سونیا" وه
"سونیا" کوټی ته را ننوته او موسکۍ شوه
حنانه ! ته زما په تمه وی ؟
هغی پوښتنی کولی
خو ما د خدای شکرونه پرځای کول .
" ښه ده خدایه چی خوبونه ریښتیا نه وي که نه نو ما به "سونیا" بیا له کومه
کوله؟"
"سونیا "نه پوهیده چی زه له ځان سره څه وایم ،
وټ، وټ یی وویل ، او په ناز را نه په څنگ
وه
د آشپز خانی ور یی خلاص کړ،
گمان کوم تږي به وه .....