دخپریدو نیټه : 2007-10-17 مخپرونکئ : عُمر واحديار
قاتله !
محمد نعمان دوست ، کاب
Numandost75@yahoo.com
د اختر په لومړى ورځ، زړه نازړه د
يوه ملګري کور ته لاړم، هسې مې زړه تنګ و .
بيرون کټونو کې کېناستو او د لمر تودو او پستو وړانګو مو پ
هډونو لوريينه کوله .
چې څنګه مې پياله پورته کړه، يو موټر را تاو شو . سيده يوه کور ته چې زماد ملګري کور
سره ديوال شريک و، ورتاوشو .
ملګري مې سر وخوځو او بيايې ورو وويل : بيا به محشر جوړ شي .
له موټره مي
منې ورخطا – ورخطا ښکته شوې او چې څنګه له کور بنو ميرمنو سره غاړه په غاړه شوې چيغو ځمکه ښوروله .
چاوې زم
ا ځوانيمرګه وروره! چاوې : زما نا مراده خورييه، چاوې زما ګرانه ماما او چا ....
ملګري مې ويل : ډېر بې بدو ځوان
و ، د واده يې لا مياشت پوره نه وه ، څو ورځې وړاندې يې ورته سورى – سورى جسد راوړ .
چيغو هماغه شان د کلا
ديوالونه خوځول . پياله مې پر ميز کېښوده .
ماوې قاتله !
ستا ټوپک څومره ظالم و، چې په يوه ګولۍ يې په لسګونو
زړونه سوري کړل.
د کوچني اختر لومړى ورځ