دخپریدو نیټه : 2007-11-27 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
جــــــــــــــــــرم
محمد نعمان دوست ، کابل
د يوه ملګري ليدو ته ولاړم ، په هټۍ کې يې څو نور کسان
اټول وو ، هغه مې تر سترګو نه شو .
ومې پوښتل : خپله دوکاندار چېرې دى ؟
يوه وويل : هغه همدا څو
شيبې وړاندې دولتي کسانو موټر ته واچو او له ځان سره يې يو وړ .
ژر مې وپوښتل : په کوم جرم ؟
يوه
ځواب راکړ : په کلدارو يې سودا پلورلې وه او خبره يې پسې نوره هم وغځوله :
هغوى همدا ويل چې قانون بايد
عملي شي ، افغانۍ د افغانستان هويت دى ، په خپل هويت شرم جرم دى .
موږ لا همدې خبرو کې وو ، چې ملګرى مې
اننوت .
په خندا مې ورته وويل : څومره په غور او فش يې بوتلې ، ماوې خدازده څو مياشتې به د تورو تنبو
اته يې ، ته خو بېرته راغلې .
هغه ځواب راکړ : ماهم همداسې ګڼلې وه ، خو ښه و جيب کې مې درې زره کلدارې وې
چې ور مې کړې زړونه يې رحم شول .