مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-12-16   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

قران شريف

محمد نعمان دوست
سليم په کوچنيو لاسونو د کتابونو  له بکسې قران پاک راووېست  ، څو ځلې يې  ښکل کړ او بيا يې د ميز پر سر کېښود .
موريې  پرې غږ کړ  :  زويه !  ستا خو نن د قران شريف  ازم وينه ده ،   قربان يې له نامه شم ، ولې دې له بکسې راووېست ؟
 هغه مخ ور واړو :
مورې  ! ته رښتيا وايې ، خو زه نور قران کريم ځان سره نه وړم .
 هغې پرې سترګې راووېستې :   ځوانيمرګ شې ،  ولې ؟
سليم ، ستونى ډک شو ، په ژړغوني انداز يې وويل :
 مورې !
 موږ ته  ملاصاحب ويلي چې ،  د قرانکريم بايد ډېر قدر وشي ،  بېځايه غورځول يې لويه ګناه ده .
  ا ، بله ورځ چې ښار کې چاودنه وشوه ، زما دوه ملګري په کې ټوټه – ټوټه  شول ، د هغوى  قران شريفونه پاڼې – پاڼې په سپېرو خاورو پراته وو .
 سليم له کوټې ووت ، موريې لړزې ونيوله ،  کله يې د ميز پر سر قرانکريم ته کتل او کله يې کړې ښېرا ( ځوانيمرګ شې ! )  ذهن ته تله راتله .
 د ليندۍ ٢٤ مه ، کابل
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery