مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-02-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ووبابا زايشګاه را چه کنم!

اجمل اټک يوسفزی

د خيرات علي چې څنګه سترګې  پر ساعت  ولګېدې سم  د واره يې کتابچه ،قلم، کمره او د مرکې نور  اړين  شيان د سترګو  په رپ کې  له مېزه   راغونډ  او په بيړه يې لاسي بکس ته  واچول ، له دفتره په تراټ  و ووت ، نېغ  ټکسي ته وخوت او ډرېور ته يې کړه  :  ربان څومره ژر چې کولای شې  \" دانشګاه\" ته مې ورسوه ، که کومه لنډه لار درمعلومه وي ورځه پرې !
ډرېور  پر خپلې  لنډۍ  ږيره  لاس تېر کړ ، بيا يې خيرات علي ته مخ  ورواړ وه ، دا ګورې  ټوله په همدې کوڅو کې سپينه شوه،غم  مه کوه  په درنګ شېبه کې دې ور رسوم٠
 په رښتيا هم  د استاد پر خبرو لا پاوو  وخت   نه  و  ور اووختی  ، چې  ټکسي يې د يوې لوې  ودانۍ  تر څنګ  ودراوه، او خيرات ته يې کړه : وروره نور مې هم مخکې بېولې  خو ټکسي ته اجازه  نه ورکوي ، هغه مخامخ تعمير دی ، ورځه  خدای  دې  د زوی پلار کړه!?
خيرات  چې مخامخ لوحې ته وليدل  ژر يې لاس بېرته  له جيبه راکش کړ   او تندي ته يې ټکس ورکړ: وبابا زايشګاه  را چه کنم  مېخواهم دانشګاه برم٠
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery