مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-04-02   مخپرونکئ : خليل الله سروري

له وريځې ويره

محمد نعمان دوست

                                ; 
د کابل ښار په عيد ګاه جومات کې په سلګونو کسان د خداى حضور ته ليکه ودرېدل ، په ملا مات شول ، ټنډې يې په ځمکه ولګولې  او بيا يې په عاجزۍ له لوى څښتن ج څخه ،  د باران غوښتنه وکړه .
 لږ وروسته په اسمان کې و يځ پيدا شوه خلک خوشحاله شول ، خپله دعا ورته قبوله ښکاره شوه .
 خو د وريځو په ليدو يو نا څاپه  زما په بدن د وېرې يوه لړزه راغله ، ستونى مې وچ شو ، پښې مې سستې شوې او اسمان ته مې له ډاره  نه شو کتلى.
ذهن مې څو ز ه کاله وړاندې لاړ ، د عاديانو هغه حالت را په ياد شو، چې د وريځي په ليدلو خوشحاله وو او ويل چې : (( هذا عارض مم طرنا .... ))
خو هغه د رحمت وريځ نه وه ، د خپلو بدو او ناروا اعمالو سيورى يې وه  ، چې پر سر ودرېد او د خداى (ج) له حکم سره سم ترې د اوبو پرځاى ډبرې وورېدې .
د زړه له  سترګو مې  په خپل هېوادکې د خداى  (ج)  پر شهکار ( انسان ) روان ظلمونه يو- يو تېرېده .
 هلته به له يوه انسانه سر پرې شو ، په بل به سرې ګولۍ ونښتې ، بمونو به ماشومان په لنبو کې پورته کړل ،  بل  به د يوه وحشي انسان د جنسي هوسونو قرباني شو او ....
 کله مې د زړه له سترګو دغه حالتونه  د سرفلمي په څېر تېرېدل او کله مې د سر په سترګو په اسمان کې غوټه وريځې ته کتلې .
ټوله په له همدې ويرونکي حالت سره مخ وم ، هره شيبه مې دکاڼو د ورېدو په ويره کې تېرېده او تر هغې په ويره کې وم  ترڅو چې مې د  نږدې جومات له منبره د سهار  ملکوتي اذان واوريد .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery