مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-05-01   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ماشوم وږى مړ شو

نعمان دوست

ماشوم  وږى  مړ شو

 د زوى مرګ ته مې خپه نه يم ، مرګ مو حق دى خو زما بل څه ته زړه خوړين دى  .
  هغې د دې خبرې په کولو ستونى ډک شو ، غوښتل يې نور هم څه  ووايي ،  خو  خوله  يې وچه  شوه  او د خپل شهيد ماشوم  زوى پر سينه يې سر کېښود .
ولاړ کسان يو بل سره غوږ په غوږ شول او ټولو د ګونګې خبرې تعريف ته فکر وهه .
    بورې مور سر را پورته کړ ، اخوا ديخوا يې وکتل اوبيا يې خوله پرانسته :
 زوى مې وږى و ، ماسره لس روپى هم نه وې چې يوه سپوره  ډوډۍ ورته واخلم  .
بيا يې چيغه کړه :
 و ه خلکو ! زوى مې وږى  رانه  لاړ  !
 دا دکابل ښار د چندول د سيمې د يوې بورې مور خبري دي .
  د هغې لس کلن زوى ،   پرون هغه مهال په خپل کور کې ووژل شو، کله چې وسلوالو طالبانو د غويي په اتمه ، د مجاهدينو د برياليتوب پر ١٦ مه کليزه بريد وکړ . 
  دا لا نه ده معلومه چې ماشوم  د چا په ډزو کې وژل شوى ؟ ځکه  يو خوا هغه چا ډزې کولې چې ځانونه عملي مجاهدين ګڼي او بلې خوا هغه څوک و ، چې د جهاد د برياليتوب  ١٦ مه کليزه يې لمانځله .
  خو يو څه معلوم دي او هغه داچې ماشوم په داسې حال کې وچې کولمې او وږي نس له دنيا لاړ چې په دې غريب وطن کې  جشن ته  د ملي دفاع وزارت په وينا ١٥ ميليونه افغانۍ اختصاص شوې وې .
  زموږ په ملک کې هرڅه نمايشى دي ، پرونى جشن هم نمايشى و او داسې نور نمايشي کارونه هم روان دي .  که ښتيا هم د جشن موخه د جهاد د وياړونو تازه کول و،  نو ايا جهاد ددې لپاره شوى و چې مشران دي په ميليونونه ډا ره  پانګې ولري ، داخل او خارج  کې دې سوداګريز مارکيټونه ولري او د ملت بچيان دې ، په وږي نس له دنيا لاړ ي  ؟؟
محمد نعمان دوست ، د غويي نهمه ،  کابل
 Numandost75@yahoo.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery