مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-06-04   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

معاش

محمد نعمان دوست

معاش

کيڼه پښه مې له وطن او اسلام  څخه د دفاع په لاره کې پرې شوې وه .

خپلې معيوبۍ ډېر ځورولم ، خو ددې لپاره نه چې ځواني يې را  خرابه کړې وه ، ځورېدم په دې چې کار راته نه پيداکېده او سوال مې غرور نه منه .

 ښه شوه ، اوسني حکومت کې د جهادي مشرانو له برکته موږ ته هم پام وشو او د هداو معلولينو په وزارت کې مې نوم ثبت او ٣٠٠ افغانۍ مياشتنۍ  معاش را حواله شو .

خپلې درې مياشتني معاش پسې څو ځلې په ټکسي کې تر وزارته لاړم ، خو هره ورځ يې په نن سبا تېر ويستلم .

دا ځل بيا   يوه ميز ته  ، چې پر سر يې د يوه جهادي قوماندان عکس په ښيښه يې چوکاټ کې بندو ،  ودرېدم .

 د ميز تر شاه ناست کس ، ېر ځنډ وروسته راوکتل ، زړه يې غوښتل څه وه وايي خو ماخبره ورپرېکړه :

 دا څو ومه اونۍ ده چې وزارت ته ځم راځم  اخر زما معاش راکوئ او کنه ؟

 هغه ځواب راکړ : تاسو ګوډان په خبره نه پوهېږئ .

 ما ويل په کومه خبره ؟ 

_ دا جهاد او مقاومت ماهم کړى ،  ستا چې په معاش ګو زاره نه کېږي ، زموږ هم پرې نه کېږي .

_   له ما څه غواړې ؟

 قلم يې راوخيست ، د ميز پر سر په پرته پاڼه يې ٥٠٠ وليکل او بيا يې وويل :


 دا راکړه چې معاش دې درکړم   .

 ماسره له دېخوا د کرايې پيسې نه وې پاتې  ، وړيا چا وړلم نه  مجبور وم  ياد شوې رقم مې ورکړ او پاتې معاش مې په کرايه کې لاړ .

کابل د غبرګولي ١٥مه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery