دخپریدو نیټه : 2008-07-15 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
تروريستان
محمدنعمان دوست
تروريستان
موږ په يوه غرنۍ سيمه کې ژوند کوو ، هلته ټلويزيون
څوک نه پېژني ، خوځينې _ ځينې ، راديوګانې اوري .
زه هم يوه زړه را ديولرم ، چې کله يې چالان کړم م
اشومان مې رانه د ځينو خبرو او کلمو په باره کې پوښتنه کوي .
له څو ورځو راهيسې يې رانه د ترورست
د مانا پوښتنه کوله ، خو ما نه کله ليدلي و او نه يې په مانا پوهېدم .
هغوى مې په همدې تېروستل چې ، ت
ورستان په ښار کې دي او چې کله لاړو خپله به يې ووينئ .
په دې وروستيو کې ننګرهار ته د يوه خپل کور ته ت
لي وو ، په همدې ورځ هسکه مينه کې بمباري شوې وه .
راډيو بيا د خارجيانو له خولې د ترهګرو د وژنې خبره پرله
پسې تکراروله ، ماشومان مې شله شول بله پلمه مې نه وه ، د بمبار سيمې ته لاړو :
د ماشومانو خواره
واره جسدونه پراته وو ، نيم ژوانده بدنونه په وينو کې شټېدل .
کوچنيان مې ورو- ورو راته نږدې کېدل ، کلک
يې نيولى وم .
يودم يې له قوي چيغې سره منډې کړې ، پښې مې سستې شوې وې ، هغوى پسې مې د مڼدو وهلو وس نه و ،
ډېرې نارې مې وکړې .
خو هغوى په شا نه کتل او يواځې همدا نارې يې وهلې : موږ ترورستان يوو ، موږ هم وژني
!!
 
;
محمد نعمان دوست ، کابل ، دچنګاښ ٢
مه