دخپریدو نیټه : 2008-11-05 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
ګګی لالا
نیازی
ګګی لالا
د ومان نیازي لیکنه
ګګی لالا :لیکوال :
ومان نیازی
اس دكلا له دروازې سره ودريده،ماشومانو دګومبتې له بامه ځانو نه ور واچول دورې يې ور ولټوله ،سپي
ې دوړې ورسره باد يدې . دنګ سړي څو ځله ركاب ته ګوته ونيوه خوپه اس د سپرې ښځې پښې لنډې وې ، دوى سره وخندل
،سړي د لاسونو ګوتې يو په بل كې تېرې كړې ، دې چپه پښه وښـوروله دچتو پر توګ يې ښكاره سو د زيړو زرتارو په كپيو
كې يې زرغونې مرۍ وبريښيدې
يو خوا پلو يې شمال واخيست ، په غنم رنګې غومبري يې رانجه
اښويدلي وو، دنګ سړي سور رويمال ورته ونيو
- هن دا په مخ را تېر كه بيا پښه واړو، نن دې رنجو ته دا سې
زور ورښكاره كړى
په اس سپرې د پلو پيڅكه پر مخ راتېره كړه
- د ښادۍ رانجه يې كړې يوه سلايې مې وروړې
وه
څوكړ غلام جان د باغ په پاى كې كره ( بيلچه ) په پوله جګه كړه مخ ته يې دوه درى لپې
اوبه ور واچولې د كلا خوا ته را روان سو له لرې يې پر ميلمه ږغ وكړ
- سلام عليكم ولي ولا ړ يې ،
درځه كوټې ته
د نګ سړي د يو ماشوم غومبرى په دوو ګوتو كې ټينګ نيولى وو
- زوى مو لوى سه ، بدې
خوې لګوئ ، ټول له يو مخې په ډت ګرځئ
غلام جان د اس قيضه ونيو له
- له مخې سه زوى دې لوى سه د عقل له
خوا خو بيخي تورې خاورې يې ، خداى خوار كړې كه يو مياشت نورام د مور په نس كې پاته سوى واى
اوس به مو په بيلچه ډوډۍ خولې ته در اچوله دا څه بلا اشا يې
دنګ سړي وخندل
_ ځم رشتياخو د مخ په
زخه باندې دې دوه درى تاره ويښته هم راختلي تيار لكه ميږى چې په كوناټي روان وي
د غلام
جان رنګ سور سو بيا يې قيِضې ته لا س وراوږد كړ
_ ته راځه يو پياله چاى سور كه بيا به ولاړ سې
_څ
وكړه ! ځم بيګا ه مې اوبه په وار دي، ګګي لا لا ويل شاته بوزه، هغه مې راوسته ، بيګا ته خو به مو د نكريزو
په وي
_شاته ! دا بيا كومه يوه ده
_ دگگي لا لا دا دوهمه ده
غلام جان په زوټه وخندل
- وه زوى مو لوى
سه هندوګۍ موبيا داسې ژر شاته كړه
_ دغسې مه وايه ګنهګاريږې هغه پنځه وخته د ملا په اذان لمونځ كوي .