دخپریدو نیټه : 2009-03-29 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غوباړى
خان محمدسيـنـد
خوب وينم پاكى ستره جامى مى اغوستي ،دكلي مينځ كى په يوه ښايسته اوارام
ځاى كي ستونى ستخ پروت ، اواسمان ته ګورم . غرونه غرونه سپيني وريځى څه كښته اوڅه پورته روانى دي ، كله كله په
خپلو مينځوكى وجنګيږي هم اوداسمان رنګ رانه پناه كړي . خو كله ژراوكله شيبه وروسته بيرته بيلي اوهره يوه
دخپل حركت لورى ونيسي .
دوريځوديوځاي كيدواوبيليدو اودرنګونودهمدي اوښتورااوښتوپه مشغو
اكي مي ناڅاپه يوه
زوروره ترپاترغوږه شوه ، وارخطاشوم ، ګورم چي دغوايانويوه لويه پاده په ډيرى تيزى سره
راخوشي ده . ماچي ترڅو ځان جوړاوه ، راورسيده اوپه كلي ورګده شوه ،نارينه ښځى، زاړه اوځوانان ، هلكان
، نجونى ، جوړاوناجوړټول يې په كوكو اومنډو كړل ، غوايانوچي دځينوپه غاړوكې زاړه پړي ، دځينوپه سپيږموكې شليد
ي موارونه اوځينوروغې رسۍ ځانونوپسې راكښلې ، څوك يى په لګدواو څوك يى په ښكرونووهل، څوك يى پرځول اوڅوك
يى ترپښولاندى كول . فضا سپېروګردونوونيوه ، اواسمان لاڅه چي هغه وريځى يي هم رانه پناكړى .
ماهم دنو
وغونډى منډه كړه ، خويوتور ښكرورغوايي په ښكرونوكى واخيستم ، په زوره يى په ځمكه وويشتم اوپه څلورو
اباندي ځاى پرځآى ودريد .
غوايي رډى رډى كاته ، نس يي بيواره بيواره پړسيده اوتشيده ، اودخولى دسرښتناكو
اړو تارونه يي زماترمخ اوجامو راغځيدل . دى دومره درونداوقوي وچي ، غوښى او هډونه يي راودردول ، سوج ته مې
اغلل چي ياليونى دى يا مست اوياپه قهردى ؟ خوددرى واړوعلامى پكي وې ، ځكه : كه به مې سروښوراوه ، په سربه يي
اته پښه زوركړه ، كه به مې لاس وښوراوه په لاس ، كه به مى پښه وښوروله په پښه اوكه به مې چيغه كړه په شون
وبه يې راته پښه زوركړه .
دردونه مي زيات اوسامي دومره تنګه اولنډه شوه چي دځنكندن علامي مي پكي
احساس كړى ، له ځانه سره مي وويل ، ماخوله هيچاسره بدنه دي كړى ، داټكه راباندي له كومه ځايه راپريوته ؟
په
همدي دردونواوعذابونوكى وم چي د څوراالوتو تو روغوباړو بنګهارشو ، غوباړوپه هواكې دپادې پرسرڅو دورې ووهلى
، بيايې پرې راباندې كړه اوډير غوايان يي وچيچل ، پاده وترهيده ، كلى رمباړواوترپكوپه سرواخيست
، ډيرو خپلى لكى ناولى هم كړي ، تاوولى يي اوهرى خواته تيښتيدل .
اوس زماپه تنه ولاړغوايى دغوباړو بنګها
ټكنى كړى،سراوغوږونه څنډي او ژر ژر لكۍ تاووي چي كوم غوباړي يي ونه چيچي . غوباړي زموږپه سرهم يوه دوره
وكړه ، غوايي تيندك وخوړاويوه پښه يي رانه ليرې كړه ،او دويمي دوري سره يي بله پښه هم رانه كوزه شوه . م
اپه زړه كي ويل ، كاشكي يي وچيچي چي داهم وتښتي ، خو غوباړى بياراتاونه شو.
اوس دغوايي ددوو پښولاندي پ
وت يم ،چېغى وهم ، سترګى غوړولى شم ، لاسونه مي ښوري خوپورته كيدوته مې نه پريږدي ، دغوباړي
بنګهارزه اوغوايي دواړه اورو، دى تري ډاريږي اوزه يې په ډيرى بى صبرى ، دبياراتاويدو انتظار باسم .
 
; &n
bsp; پاى .
نوټ : غوباړى يوه توره مچۍ ده ، تيزه الوتنه لري . پرغوا ګانو اوغوايانوكيني
اوچيچي يي ، دوي له بل هرشي ، له غوباړي ډيرډاريږي .