دخپریدو نیټه : 2009-03-29 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
مقاومت
عبدالجميل ممتاز
د زمان ماما کره تللی وم ، شېبه لا ناست ومه ، ژر بېرته پاڅيدم . په داسې حال
کې چی نصوار يې هم په خوله کې ول ، غږ يې راپسې راوکړ :
ـــ چېته ځې ؟ خيلت خو دی ؟
غريب چی په غوږونو کوڼ و
، نو په لوړ آواز مې ورته وويل :
ـــ بيرون شور ماشور دی ، حتمآ څه پېښه شوې ده ، را ځه چی ورشو !
ماما
پاڅېد اوراسره وخوځېد ، نصوار يې په انګړ کې تو کړل او دځانه سره په ډونګېدو شو:
ــ دا څال دی ، هره ورځ شور م
اشور ، دا انسانان دي او که حيوانان ؟
زمان ماما د مخه او زه ورپسې ، راووتو ، په کوڅه کې د خلکو
ګڼه ګوڼه وه ، په حال نه پوهېدم چی چل څه دی . اخر مې د خلکو له څنګ او څټه د پېښې ځای ته ځان ورساوه ، ګورم
چی د يو سړي ګريوان څيرې دی ، کله خپل وېښتان شوکوي او کله چيغې او بوغارې وهي چی :
ـــ سنګر مقاومته مه
نګا کدېم ، الې لافې کاکګي ره يا مېزنه .
په همدغه مهال کی د ده په څېر يو بل را پيدا شو چی برګ دسمال يې
له سره تاو کړی و او سېلور بوټونه يې چيت په پښو ول ، له لاسه يې ونیو او ورته يې وويل :
ـــ بچې اموک ! چي شدېت
؟
ـــ شېراغا يم ، تو سيکو نې ! ملک از ما اوغانا مره مېزنه .