فريشته جلالزۍ – کابل ١ غويی ١٣٨٤ لمريز
تېروتنه
هغه سهار چي کار ته راغلم نو حالت يو څه بدل و ، په دفتر کي بله خوشبويي وه ، هرومرو کوم مېلمنه راغلی و ، ځکه دفتروال دومره بوخت و چي ځينو به يې مخونه لا همدلته په دفتر کي مينځل ، نو عطر وهل خو لري خبره وه ، ښايي دا به د قناعت وړ دليل نه و ، دا عطر ماته نا اشنا و ، او له دې چي خلک يو تر بل تېرېدل د لوړو خبرو اواز اوريدل کېدی ، نو پوه شوم چي کوم څوک له خارجه راغلی دی ، کورني مېلمه ته څوک دومره منډي رامنډي او خوش امد نه وکوي . زه خو هره ورځ په دفتر کي وم او په دې ښه خبره وم چي له چا سره خلګ څنګه چلند کوي .
څوک دی ، څه خبره ده ، له همدې انګېرنو سره اخته ومه چي يوې همکاري مي پر اوږه لاس کښېښود او خندا سره يې راته وويل ، سهار دي په خير ، ولي ناوخته راغلې ؟ ورته ومي ويل : نن مي په کور کي څوک نه و ، تر څو مي د کور کار خلاصاوه لږ ناوخته شو ، دا نن خو لا هسي هم ناوخته له خوبه پاڅېدلې وم . خو ته ووايه چي څه خبره ده ؟
هغې وويل ليونۍ ته خو که دنيا اوبه هم واخلي نه يې خبره په کوم خوب او خيال کي يې ؟
_ اې خورکۍ ، خير دی ، خو ته يې راته ووايه څه خبره ده ، څوک راغلی چي ټول داسي بوخت ښکارئ ؟
هغه موسکۍ شوه او ويې ويل : ........ صاحب راغلی دی ؛
.... اه ... یوه شېبه مي داسي احساس وکړ چي زړه مي چا په موټ کي واخیست او له ما لري يې غوځار کړ .
لاس او پښې مي د يوې شېبې له پاره يخ کرخ سول ، ... همکاري مي وويل : هې دېته ګوره ، ليونۍ ستاولي ځکندن شو ، زموږ په اداره کار نه لري ، مستانه خلک دي ، چکري راغلی دی . هغه په څرخ تاو شو ه او له ما ولاړه ، خو خبري يې لکه په منګي کي چي چيغه کړې ، زما په غوږونو کي انګازې وکړې . . . . . . . مستانه خلک دي مستانه خلک دي مستانه . . . .
هغه ليکوال و ، يوازي د انټرنټ او يو شمېر نرو فرهنګي کارنو له لاري مي پېژاند ، او برېښناليکونه به مو سره بدلول ، هر ليک به يې له ډېرو خوږو خبرو ډک و . د هغه هره خبره به لکه هغه پېغله چي زلمی اشنا يې له وطنه ليري د قطر هيواد د ولور ګټلو له پاره په مساپرۍ تللی وي ، او دی يې د سرټيکری او د زيارت رڼا کول ، د بيرته راتلو نذر منلی وي ، تودې تودې زما د زړه په هره خونه او دالان وګرځېدی په هره تاخچه کي به يې د ميني او امېدونو بې حسابه شيطانوکي ولګول . . .
موږ دواړو تر اوسه نه و سره ليدلي ، خو دا زړه نه دی ، په انسان باندي ټولي کانې او فسادونه همدا زړه کوي ، سړی لاس تړلی دبلا خولې ته ور اچوي داهم زړه غوښتل چي هره ورځ برېښناليک ور واستوم خو دواړو به ډيري مؤدبانه خبري کولې ، مابه ورته وليکل :
گران او محترم دوست ( . . . . صاحب )
زما سلامونه ومنئ خدای دي وکړي چي جوړ روغ به یاست ....... یو شمیر رسمي خبري ....او بیا هم له درناوي سره . . .
هغه به هم یوازي توري اړولي وو خو گوتو به يې توري داسي کارول چي ورسره به يې زما د زړه ولونه واړول را واړول .
زما او د هغه اړيکي لکه برېښنا داسي چټکي رواني وې لس بریښنا لیکه به مو نه وو سره بدل کړي چي د لیکنو کرښو مو رنگ بدل کړ ...
نور به هغه راته لیکل :
دزړه سره ... دسترگو توره ... گراني ( . . . . . )
هره ورځ دي تر لس زره واره زياته يادوم ، او بيا به يې ټولي خبري په مينه کي راونغاړلې او وبه يې ليکل . . . زما ټوله مينه درسره ده .
ماته کله هم چا داسي خبري نه وې کړي ، مور، پلار ماما ، کاکا ، ښوونکی ، . . . دا ټول هغه کسان وو چي ما په دې خپل ٢٠ کاله عمر کي ليدلي و ، خو يوه هم داسي نه وم نازولې ، زه يې هغه د خلکو په خبره له ژونده ايستلې وم ، خوب مي ورک و ، که کمپيوټر کتاب وای ، نو په يوه اوونۍ کي به يې پاڼي شړېلدي وای ، خو له دې سره يو ډېر زيات خوندو ر احساس لکه د حمل د مياشتي په سهار وختي چي کړکۍ خلاصه کې ، سړه هوادي چي د باران واړه واړه څاڅکي هم ورسره وي په مخ ولګېږي ، او ته له ډېله خونده سره ځان کلک په بړستن کي راتاو کړې ، اخ . . زه يې نه شم درته ويلای چي څنګه . . . . د عکس مي يوه ورځ ورته وويل چي په برېښناليک يک يې راواستوي ، راته ويې ويل سکينر نه لرم او دغه پلمه يې په بيا بيا تکراروله ، چي لېدو ته يې نوره هم زما تلوسه زياتېده خو نه پوهيږم چي ولي مي بيا ورنه د عکس غوښنه ونه کړه ، ښايي زړه به غوښتل چي دی خپله ووينم ، ما به تل دا خواست له خدايه کاوه چي ژر هغه ووينم . . . زيارت ، پير ، شهيد ، خو لا څه کوې چي د خټو کومه کوډله به په مخه راتله نو بې اختياره به مي لاسونه پورته شول ما به نه غوښتل خو زړه به مي وويل (( اې لويه خدايه ! ستا خو هر شی په خپل لاس کي دي ، زما دا ډول ژوند واخله ، خو چي زه هغه ووينم ربه ! ))
کله به مي زړه ډېر تنګ شو ، خديه دا څوک دی چي زه يې په خپل زړه کي ناست بولم خو چي سترګي پټي کړم هر څومره چي د مغزو پاڼي اړوم نه يې شم پيدا کولای د هغه هيڅ تصوير مي نه شوای جوړولای د ورځي خو به ډېره په منډه کي وم ، خو تمامه شپه به مي دا يوه سودا وه چي څنګه به وي ، بيا به مي ويل حتمي به يې لوړه ونه وي ، غنم رنګې توري سترګي ، ښکلی ځوان . . . يا . . .
رښتيا ګوی زما ښکلا ډېره خوښه ده ، کله به مي ځان ته وويل که داسي نه وو بيا ـ . . نه داسي امکان نهلري هغه چي دومره ښکلي خبري يې زده دي ، هغه نه نه . . . د سوچونو همدا مرۍ به مي پېيلې خو غاړګۍ به مي لا نه وه جوړه چي خوب وړې وم اوبيا به هم همدا لټه . . . زه کړکۍ ته مخامخ ويده کېدم ، هره شپه به مي ښه وليدل چي سپوږمۍ به راوخته ، زما تر مخ به ودرېده ، ما به تصويرونه جوړول او ړنګول ، خو چي انځور به نه شو جوړ ددې خواري زړه به هم راته په تنګ شو او رانه ولا ړه به .
بيا به مي وويل ايا نه ليدلې هم له چا سره مينه کېدای شي ،؟ زه يې نه منم دا لوی عيب دی .
ما به ويل که مي وليد حتمي به دا پوښتنه ورنه کوم چي ولي يې له دې ټولي دنيا د ميني غاړګی ماته راپه غاړه کړې . کله به مي په اينه کي وکتل او له ځانه سره به مي وويل : ايا زه دومره ښکلې يم ايا ددې دومره ميني وړ يم !؟
او نور داسي ډېر سوالونه . . .
وخت لکه باد داسي ځغاست او زه لکه د ونو پاڼي ورسره لوېدم ، لګېدم خوتلم ، لکه رمه چي تېره شي اوورپسې ليري په دوړو کي ورک شي ، زه هم داسي په زرو سوداوو کي ورکه . . يوه ورځ چي مي خپل برېښناليک خلاص کړ له زيات حيرته مي سترګي تروي شوې ، او و و و و و و و خدايه دا څه وينم !؟
دا يې راته ليکلي و چي کابل ته راځي خو دا يې نه و ليکلي چي څه وخت زما د ټولو پوښتنو د ځواب ورکولو لپاره .
او نن هغه ورځ وه ، زړه ناړه دفتر ته ننوتم ، ماداسي نه وه منلې چي هغه به دومره ژر راځي ، کاشکي هيڅ نه وای راغلی ، بيا يچ راغی کاشکي مي د زړه ټولي خبري ورته کړي وای .
هغه ځوان نه و ، برگ برگ تور سپین سر يې په چيغو چيغو دا اقرار کاوه چي ښايي ٥٠ پنځوس کاله به د عمر مېلمستيا خوړلې وه .
ښايي يو وخت به هغسي و لکه زما زړه چي ګڼله ، خو اوس . . دوی وای په اروپا کي لمر ډېر نشته ، نو ځکه يې زما د خيال غنم رنګی تک سپين کړی و ، د سترګو رنګ يې هم خامو لمرونو خام کړی و .
دومره محترم و چي ورسره مينه کول هم د ګناه رنګ اخيست ، اول خو نه ما هغه ا ونه هغه زه پېژندلم ، خو دا کومه ګرانه خبره نه ده ، سره معرفي يې کړو . . . بيا هم زړه . . . دا کلانکار سړی کله خپلي رايي ته پرېږدي . . . زما دا تېره ژبه چي په ساعتونو خبرو به نه ستړې کېدله ، د هغه په لېدو ګونګه شوه ، زه په دې هم يوه يم دا ه مزړه غوښتل چي يوازي د هغه خبري واوري او بس .
چي راته ويل يې :
. . . ته ډېره لايقه او با استعداده يې . . ته بايد ليکني وکړې ، ستا دا ډېر ښه ادبيات او خوندور احساسات چي سره ګډ شي شهکار به جوړ کړي . ستا اېمايلونه چي به مي لوستل ياني په رښتيا چي ښه استعداد لرې ، زه ستا د احساس درناوی کوم ، خو يوه اصلي موضوع چي تاته يې ويل غواړم هغه داده چي ما له ډېري مودې راپه دې خوا پر يوه ناول باندي کار کاوه ، د هغه لهپاره مي همداسي يوه احساس ته اړتيا لرله ، د يوې طبعي ميني همداسي انځور مي غوښت چي جوړ يې کړم ، نو ځکه مي تاته دا دومره موده زحمت درکړ او تادي هم خپل قيمتي وخت ماته راکړ ، له تا ډېره مننه له ما سره دي په رښتيا چي ډېره مرسته وکړه ، نور مي وانه وريدل يوازي د خولې سترګو او لاسونو حرکات مي يې ليدل . . . . نو ځکه خو ما هيڅ هم ونه ويل يوازي مي ورته کتل . . . . دې ته مي کتل چي څنګه يې زما د خيالونو دنيا ړنګه کړه . . په يوه شېبه کي توره دريشي د هغه ټوپک سالار په کميس او پرتوګ بدله شوه . چي له ډېرو خيرو يې رنګ اوښتی وي . . . ورېښتان يې اوږده سول ، غاښونه يې تېره کاږه واږه سول ، تر غاړي تاو نېکټايي يې د ټوپک په بند بدله سوه ، . . . سترګي مي وليدې چي څنګه يې زما ميني ته بق بق کتل . . .
هغه لکه چي رښتيا هم مستانه و . مستانه مستانه يې سترګي غړولې . . .
له خپله ځايه پورته شو
بيا يې په ډېره ارامي او سړه سينه خپل ليکلی کتاب ماته په لاس کي راکړ ، او ويې ويل : دا کتاب ولوله هيله ده چي ډيري نوري خبري به ورنه زده کړې ، ښايي په زړه کي به يې دا وو چي ( وچ خوړ ته ګولې اېستل تېروتنه ده )
د کتاب پښتۍ ته مي وکتل ، ورباندي ليکل شوي وو :
. . . تېروتنه . . .