دخپریدو نیټه : 0000-00-00 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
امير او فقير( ۲)
فضل الله رشتين
امير ادوارد
په دى شان توم د قصر دروازى ته لاړ او هلته يى وليدل
چى هلته دوه تنه عسكر يو د دروازى يوطرف ته او بل يى بل طرف ته ولاړ دي . توم ته يى دروازى ته د نژدى كيدو اجازه
ورنكړه . توم وليدل چى ډير شمير لوړ پوړي چارواكي قصر ته ننوځي راننوځي خو ده ته امير په ستګو ونه لكيد. دى به
هر دوه ورځى پس د قصر دروازى ته تللو. يوه ورځ يى يو هلك وليد چى د قصر له دروازى نه را وتلو په حال كښى ؤ كله چى
دروازى ته نژدى شو نو توم د دروازى په لور يوه منډه واخيستله چى دغه هلك له نژدى وويني . توم په لوړ آوازداسى
وويل: " غواړم چى امير ووينم !"
يو عسكر په ډير قهر سره وويل : " بير ته وګرځه !" توم يى ډير كلك وواهه , داسى كلك
چى توم پر ځمكه ولويد.
امير دا
صحنه وليده او په غصه شو. ويى ويل : " ولى دى دا مسكين هلك وواهه ؟ دروازه بيرپته كړه چى راننوځي."
عسكر
وويل : " صاحب دا يو سوالګر هلك دى."
امير ادوارد وويل : " زما پلار پادشاه دى او هغه د اميرانو او فقيرانو
دواړو پادشاه دى. هلكك پريږه چى دننه راشي."
عسكر دروازه بيرته كړه او توم دننه شو.
امير وويل : " له ما سره
راشه. راته ووايه چې ته څوك يى او ولى زما د ليدو دومره شوق لرى , ته به هر دوه ورځى پس دروازى ته راتلى او ما به
د خپلى ګړکى څخه ليدلى ."
بيا يى توم له لاس نه ونيو او په قصر كښى يى يوى خونى ته ورساوه. نوكر ته يى غږ وكړ. "
خواړه راوړه."
نوكر په منډه خواړه راوړل او د يو ښكلي ميز د پاسه يى په ډير ادب سره كيښودل . توم هيڅكله داسى
خواږه خواړه چيرته په ژوند كښى نه وو خوړلي.
امير وويل : " اوس راته په خپله باره كښى ووايه , ستا نوم څه دى او
چيرته اوسيږى؟"
زه له خپل پلار , خپلى مور او دوو خويندو سره په يوه خونه كښى چى په (Pudding Lane ) چټله كوڅه كښى م
وقيعت لري اوسيږم. "
امير وويل : " په يوه خونه كښى؟ آيا تاسو ټول په يوه خونه كښى ژوند كوۍ ؟
توم وويل : " هو
! "
" دلته په قصر كښى په سل هاو خونى دي , تاسى په يوه خونه كښى اوسيږى ؟ "
توم وويل : " هو! مونږ فقيران يو . پ
ارمى ما ليږي چى لاړ شم او په سوال پيسى ټولى كړم , كه چيرى ده ته په كافي اندازه پيسى رانه وړم نو بيا مى وهي
او ټكوي ."
امير په لوړ غږ وويل : " پلار دى وهي او ټكوي ! اوس به عسكر وليږم جى هغه ووهي !"
توم وويل : " نه , نه
! كه دا كار وكړى نو مور او خويندى به مى خپه شي."
امير وويل : " زه درى خويندى لرم , يوه شهزادګۍ اليزابت ده ,
دويمه شهزادګۍ جين ده او بله شهزادګۍ ماري ده. اليزابت ډيره حكيمه او پوهه نجلۍ ده , جين له مطالعى سره شوق لري ,
كتابونه لوي او ډيره مهربانه ده خو ماري مى نه خوښيږي , هغه نه خاندي او له ما سره لوبى نه كوي. آيا ته له وړو
سره لوبى كوى ؟ "
هو! زه لوبى كوم ." " زه لوبى نه كوم . ته كومى لوبى كوى ؟ "
"زه له پنډوس سره لوبى كوم او په
سند كښى لامبو كوم او كله كله د امير رول تمثيلوم."
" زه غواړم چى ستا په شان د يو فقير هلك رول ولوبوم او د
سيند پر غاړه لوبى وكړم او لامبو وكړم. راځه چى خپلى جامى سره بدلى كړو. د لږ وخت د پاره به ته امير شى او زه به
فقير سوالګر . راځه !"
امير خپلى جامى له تن نه لر كړى , توم هم خپلى جامى وباسلى او د امير جامى يى واغوستلى.
توم امير ته وكتل چى دده جامى يى په تن كړي دي .
امير غږ وكړ : " راشه او دلته وكوره ! راشه او په آئينه كښى
وكوره. توم د امير په جامو كښى امير ښكاريده او امير چى د سوالګر جامى يى په تن كړى وى فقير ښكاريده .
امير و
ته وويل : " ته دلته زما تر بيرته راتك پورى انتظار وكړه." ده يو كچنى كرد شى د ميز له سر نه اوچت كړ , هغه يى په
يو پټ ځاى كښى كيښود او پخپله له دروازى نه بهر ووت. توم هلته يواځى ودريد. ( ادامه لري )