دخپریدو نیټه : 2009-06-21 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د قرآن پا ك د قرائت فضيلت
فضل الله رشتين
قرآن پاك د پاك خداى كلام دى. ددى كلام فضيلت لكه د خداى پاك
فضيلت د هغه پر بندګانو دى. د قرآن پاك قرائت د هغه بهترين كلام قرائت دى چې د هغى دپاره د هر مسلمان ژبه په ح
كت راځي.
وخت يو قيمتي سرمايه ده. په مسلمانانو كښى ډير داسى كسان شته چې خپل قيمتي وخت بيهوده او بى كټې ضايع
كوي او له وخت څخه سمه ګټه نه اخلي . زمونږ په هيواد او نورو ډيرو اسلامي هيوادو كښې د سريالونو او فلمونو كتل
واج موندلى دى . دوي دا سريالونه ، فلمونه او د موسيقۍ پرګرامونه په ډير شوق او ذوق كوري او خپل قيمتي وخت له
اسه وركوي.
زمونږ په هيواد كښې د تلفزيون ډير چينلونه خپورنې كوي ، په دى چينلونو كښې ښه مفيد پرګرامونه هم
ته خو زياتره يى داسى پروګرامونه دي چې په علمي ، فرهنګي ، اجتماهي او ديني برخو كښې ډير كمزوري او څوك ترينه
ګټه اخيستلاى نه شي.
هغه كسان چى خپل قيمتي وخت په بيهوده شيانو له لاسه وركوي ، كه دوي ځان ته متوجه شي او په
څلورويشتو ساعتو كښې صرف يو ساعت د قرآن پك قرائت وكړي او ديني زدكړې وكړي نو دا به د دوي لپاره په ژوند كښې يو
ستره لاس ته راوړنه وي او له دې سره به دوي د ذهني او فكري سكون احساس وكړي .
وخت په ډيره تيزۍ او تندۍ تيريږي
او نه ودريږي .
يو شاعر څه ښه ويلي دي :
شيرين عمر چې تيريږي دريغه دريغه
د اوبو په څير تيريږي دريغه د
يغه
دا ياران لكه ګلونه د بهار دي
د خزان په تاو رژيږي دريغه دريغه
هغه كسان چې د قرآن پاك قرائت نه كوي
او يا د قرآن پاك قرائت ته غوږ نه ايږدي ، هغوي ته ښايي چې دى كار ته ملا وتړي او په څلورويشتو ساعتو كښې لږ تر
ږه يوه سپاره قرآن ولولى ، كه دوي دا كار وكړي نو كولاى شي په مياشت كښى يو ځل د قرآن پاك ختم وكړي .
د قرآن
پاك قرائت ډير فضيلتونه لري چى يو څو يى دا دي :
1- د قران پاك د قرائت اجر : حضر ت محمد (ص) فرمايي :
"من قرأ ح
فاٌ من كتاب الله فله به حسنة و الحسنة بعشر امثالها "
څوك چې د خداى پاك له كتاب څخه يوحرف لولي ، د هغه لپاره
يو حسنه ده او د هرى حسنې په مقابل كښې لس برابره وركول كيږي.
2- د قرآن پاك د حافظ فضيلت چى د قرآن پاك په لوست
و او قرائت كښې ماهر وي : د اسلام پيغمبر محمد (ص) فرمايي :
" مثل الذي يقرأ القرآن و هو حافظ له مع السفره الكرم
البرة ، و مثل الذي يقرأ القرآن و هو يتعاهد ه و هو عليه شديد فله أجران "
څوك چې قرآن لولي او د قرآن حافظ دى د
هغه ځاى په جنت كښې له ملائكو سره لوړ او نيك دى ، او هغه څوك چې قرآن لولي او قرآن ته ډيره توجه كوي او په قرآن
ټينګ دى د دوو اجرونو خاوند دى"
همدا شان فرمايي : د قرآن يار او همنشين ته د قيامت په ورځ ويل كيږي :
" اقرآ و
ارتق و رتل كما كنت ترتل في الدنيا فإن منزلتك عند آخر آية تقرآ بها "
لوله او پورته ځه ، قرآن په قرائت سره
هغسى ولوله څرنګه چې دى په دنيا كښې لوستلو ، ځكه چې ستا ځاى په جنت كښې د ورستي آيت له لوستلو سره دى .
3- د هغه
چا اجر چې قرآن حفظ كوي :
" من قرآ القرآن و تعلمه و عمل به البس والداه يوم القيامة تاجاً من نور ضووه مثل ضوء
الشمس ، و يكسى والداه حلتين لا يقوم لهما الدنيا ، فيقولان : بم كسينا هذه ؟ فيقال : بأخذ ولدكما القرآن "
هر
څوك چې قرآن ولي او چا ته يى ور زده كوي او عمل ورباندى كوي د هغه د والدينو يعنى مور او پلار په سرونو باندى د
قيامت په ورځ د نور تاج ايښودل كيږي چې نور يى لكه د لمر د نور په شان دى او هغه جامې ورته په تن كيږي چى په دنيا
كښى ( د ګرانښت په خاطر ) قيمت ګذاري كيداى نه شي.او هغوي وايي : د څه لپاره مو دا جامې راته په تن كړي دي ؟ ويل
كيږي : ددى لپاره چې تاسو خپل اولاد ته قرآن ښودلى او حفظ كړى ؤ.
همداشان حضرت محمد (ص) فرمايي : " الصيام و الق
آن يشفعان للعبد يوم القيامة "
روژه او قرآن د قيامت په ورځ د بنده شفاعت كوي .
د قرآن پاك د قرائت آداب :
د
قرآن پاك د لوستلو او قرائت ځيني آداب په لادندې ډول دي :
* څوك چى طاهر او په اوداسه نه وي نو ښايي چى قرآن پاك
لمس او قرائت نه كړي.
* د قرآن پاك له قرائت نه د مخه بايد پاكى جامى واغوستل شي يعنى جامى بايد پاكى او ستره
وي.
* څوك چى د قرآن قرائت په حال كښې وي نو د كوم عاجل ضرورت يا ضرورى خبرى پرته دى قرائت نه قطع كوي.
* د قر
ن قرائت كوونكى بايد د قرائت لپاره ذهني او فكري آمادكي ولري .
* قرائت كوونكى بايد د وعد او نعمت د آيتونو د
لوستلو په وخت كښې توقف وكړي او خداى پاك ته دى لاسونه په دعا پورته كړي او له هغه نه دى د نعمت او وعد غوښتنه
وكړي.
* قرائت كوونكى بايد د خطر د آيتونو د لوستلو په وخت كښى خداى پاك ته پناه يوسي او له هغه نه دى له هر
خطر څخه د خلاصيدو دعا وكړي.
* د قرآن قرائت كوونكى دى د قرائت نه پس قرآن پاك په يو پاك لوړ ځاى كښى كيږدي او
هيڅ وخت دى پر ځمكه نه پريږدي.
په يوه شپه او يوه ورځ كښې د قران پاك د قرائت اندازه : د حضرت محمد (ص) اصحابو ه
ه ورځ د قرآن پاك قرائت كولو او اندازه يى تعينه كړى وه او قرآن پاك ختم يى هيڅكله له اوو ورځو نه په كم وخت كښې
نه كولو.
د قرآن پاك فضيلتونه ډير دي ، خداى پاك دى مونږ ټولو مسلمانو بندګانو ته د قرا، پاك د قرائت توان ،
توفيق او قوت وركړي ،خداى پاك دى ورته هدايت وكړي ، خداى پاك دى ورته په زړونو كښى د قران پاك د قرائت او لوست
و شوق او مينه واچوي ، ځكه چې د قرآن د لوستلو او په قرآن د عمل كولو نه بغير هيڅ مسلمان خپل منزل مقصود ته
سيدلى نه شي . د قرآن لوستل او په قرآن عمل كول د هر مسلمان لپاره په دنيا او آخرت كښې د سرفرازۍ ، نيكبختۍ او
كاميابۍ هغه خوږه ميوه ده چې په بل هيڅ شى لاس ته راتلاى نه شي.
هرڅوك چې د قرآن پاك تعليمات د ژوند لارښود كڼي
هغه هيڅ وخت نه بى لارى كيږي ، كوم مسلمانان چى بى لارى شوي او په غلطو لارو روان شوي دي دليل يى دا دى چې هغوي
د قرآن په لار روان شوي نه دي او دا لار يى چى ښه لار ده هيره كړى او كمراه شوي دي . څوك چى د خداى او قرآن له سمى
لارى نه كمراه شوي دي او په ناسمواو نا روا لارو روان شوي دي دا دهغوي غلطي ده اوايي چى خپلو غلطيو ته متوجه
يچ ، خداى پاى پاك عفور او رحيم دى ، خو كه متوجه نه شي نو دوي به همداسى د كمراهۍ په كنده كې پاتې وي او د خداى
پاك د عفو او رحم له فيض څخه به محروم پاتى وي.