دخپریدو نیټه : 2009-07-22 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
جنت ته لار
فضل الله رشتين
لارې ډيرې دي ، ښه لار ، خرابه لار ، هر لاره چې وي سړى پر ې ځي ، جنت ته
كومه لار ده ؟ جنت ته د رسيدلو ډيرې لارې دي ،چې يو څو يى دا دي :
1- " څوك چې د خداى په وحدانيت ايمان
ري ، هغه جنت ته ځي ".
( البخاري )
2- " چا چې په خداى او رسول ايمان راوړى وي ، لمونځ كوي ، روژه نيسي
، خداى پاك يى جنت ته بوځي." ( البخاري )
3- " څوك چې جومات جوړي ، هغه ته خداى پاك په جنت كښې هغه شان
جومات جوړوي ." ( البخاري )
4- " څوك چې د زړه له تل نه هغه څه وايي چې موذن يى وايي ، هغه جنت ته ننوځي . "
( ابو داود)
څوك چې وايي : " رضيت بالله رباً ، و بالإسلام ديناً ، و بمحمد صلى الله عليه وسلم نبياً و رسولاً ،
هغه جنتي دى . (ابو داود )
5- " د هغه چا چې وروستى خبره يعنى وروستى كلام يى لا إلله إلا ا
له وي ، هغه جنت ته ځي." ( ابو داود)
6- " څوك چې سبحان الله العظيم و بحمده ووايي ، دهغه لپاره په
جنت كښې يوه دخرما ونه كينول كيږي." ( الترميزي )