مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-30   مخپرونکئ : 041 - دبېنوا خبریال - کابل

اختر په هديره کې

محمد نعمان دوست

تازه له هريپور کمپ څخه د جلوزو کمپ ته راغلي وو او هره ورځ مو د م جاهدينو په لاس ازاد شوي وطن ته د تګ شيبې شمارلې .

انتظار ډېر تريخ وي  او هغه هم چې کله اوږد شي ، زه چې ک ه مهاجر کېدم  د شاوخوا پنځو کلونو وم او بيا له  ١٢ ټولګي څخه  دمهاجرت په دوره کې فارغ شوم .

 مهاجرت ډېر تريخ و،  هره شيبه به وطن را يادېده ، کله چې به مې چېرې روانې  اوبه وليدلې څنګ ته به يې کيناستم  او د خپل کلي تنده به مې پرې ماته کړه .

 

 يو شي هلته ډېر ښه و او   هغه دا چى هغه  مينه چې موږ مهاجرو په خپلو م نځونو  کې لرله اوس دلته  د خپلو خپلوانو منځ  نشته او دا ځکه چې هلته هدف يو، و.

 

  که څه هم په ه يپور کمپ کې زموږ ګاونډيان ټول د نورو ولايتونو وو  خو دومره سره خواږه وو لکه ټول چې مو نږدې خپلوان  وي ، د اخترونو په ورځو به څو ورځې حجر ې   له ميلمنو ډکې وې  ،  لکه ګلدان کې چې رنګارنګ ګلان ايښي وي  ، دهرځاى او ژبې خ ک به سره راټول وو .

 

 ١٣٧١ کال لومړى ورځې وې چې هريپور مو پرېښود ، په اټک را واوښتو او د جلوزو د استقلال کمپ ته راغلو .

دلته موږ په يوه کرايي کور کې اوسېدو ، کور له هديرې او يوه  خوړه چې کاڼي يې يواځې د باران له او بو سره اشناو ،   اخوا و .

چې کله ور تلو نو په يوه سور ږيري او نوراني سړي مې  سترګې ونښتې ، و ور مې ويل دا  زموږ استاد دى او مولوي رحيم الله زرمتى نوميږي ، دده نوم مې په ذهن کې و او هغه وخت مې بيا را ياد شو  چې کله په کابل کې د اطلاعاتو او کلتو ر وزارت کې ور سره مخ شوم ، هغه مهال دى  ددې وزارت مرستيال و.

 

 موږ چې دې کورته راغلو لوى اختر ته ايله څو ورځې پاتې وې ، ماته د هريپور وختونه را ياد شول ، د اختر پاره مې   ښه پرېمانه وچه ميوه ، کلچې او کيک راوړل ، د هريپور په فکر کې وم ، خو باور وکړئ ټوله ورځ مې سترګې ستړې شوې خو هيچا زموږ دروازه بيرته نه کړه ، شايد دا هم د تنظيمي ماحول برکت وو .

  سبا بيا تر يوه وخته په تمه وم ، څوک را نغلل  له کوره ووتم ، په مخامخ هديره ورګډ شوم .  هر قبر ته دريدم او د اختر مبارکي مې  ورکوله .

هديره له بيرغونو  ډکه وه  او داسې شور يې کاوه  لکه د مرغانو سيل چې تېرېږي . له ځينو قبرونو اوسپنيزې پنچرې ا تاوې وې او  ځينې بيا همداسې عادي وو .

 د هر قبر شناخته مې کتله ، د شهيد عمر ، ځاى او د شهادت نېټه مې له سترګو تيروله ،  حيران وم ماويل که ټول پغمان دلته ښخ دى او هلته به هيڅ ځوان نه وي پاتې .

  څومره چې مې سترګو کار کاوه ، بيرغونه او قبرونه مې ليدل ، بيرغونه ورخطا ، ورخطا رپيدل او داسې يې ښودله چې په کې پراته جسدونه د خپلې سرښندنې په پايلو شکمن دي .

 

 لږ وړاندې لاړم ، هلته درې خړو قبر ونو ته  چې د تيږې وړې شناختې پرې ښخې وې  پښه نيولى شوم ، په شناخته په شين رنګ  ليکل شوي و ، عبدالله عزام او دواړو غاړو ته يې د زام نو ( محمد او ابراهيم ) قبرونه وو .

يوه شيبه ودرېدم ، حيران وم  ،   ژوند راته يوه عجيبه تماشا ښکاره شو ، ماويل چېره نازولي  عرب   او چيره دا خړه دښته ؟

 فلسطينى عبدالله عزام  ستر عالم او ليکوال  و ، خو خپل ارام ژوند يې پرېښې و او مجاهدينو سره اوږه په اوږه د سره ځواک پر وړاندې جنګېده .

دغه عرب د   ١٣٦٨ کال د يندۍ په ٣يمه ،  له خپلو زامنو سره يو ځاى په پېښور کې په داسې حال کې چې جمعې لمانځه ته روان وو ، په يوه چاودنه کې شهيد شو .

 

  لمر په ډوبېدو وو  ، خو لا  له شهيدانو سره زما د اختر مبارکي نه وه  خلاصه شوې ، هغوى هير کړاى شوي و ،  ځکه ټول ماته  په تمه وو او  بيرغونو يې راته د راتګ بلنه را کوله   .

نور ستړى شوى وم ، ولږې او تندې سست کړى وم د ګام پورته کولو وس مې نه درلود ، ټوله ورځ مې هديره کې تېر ه شوې وه .

  يو لوى قبر ته  مې ډډه ووهله ، دغه قبر نه   شنه اوسپنيزه پنجره  را تاوه وه او جنډې پرې رپيدلې .

 

کله به مې م خکې پرتو سلګونو شهيدانو ته کتلې  ، د هغوى تنکى ځوانۍ به مې ذهن کې تصوير شوې ،  زړه به مې ډک شو چيغه به مې ستونۍ کې تاوه راتاوه شوه خو چې شونډو ته به مې راغله ،   يو دم به   غلى شوم او يوه بله څپه به مې په ذهن راغله ، ځان سر ه به مې ويل :

 

که دغه قرباني نه وى او دا هديرې په شهيدانو ډکې نه وى ، اوس به ټول  د سره ښکيلاک تر ګونډو لاندې وو .

خير دى ، ددوى وينو رنګ راوړ ، د سره پوځ تالي څټي هم ختم شول او دادى واک مجاهدينو ونيو او  د شهيدانو ارمانونه پوره شول

خو حالات بل ډو ل شول ، هغه  خلک چې  في سبيل الله جهاد ته يې ځوانان را بلل  د قدرت   په نشو کې ډوب شول .

له هغه وخته دادى  ډېر کلونه تېر شول ، خو چې اوس  کله پارلمان  او يا نورو غونډو کې  د هغو ډلو مشران  خوا په خوا په څوکيو ناست ووينم د کومو تر منځ چې دغه شان هديري ډکې  شوې ، زړه مې را ډک شي  خو دا ځل هيڅ داسې ارمان په مخ کې نه وينم چې زړه پرې ډاډه کړم او د ژړا مخه ډب کړم .

 

محمد نعمان دوست ، کابل

د زمري  لسمه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery