مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ځوابونه

محم د نعمان دوست

 

 څلور تنه د څوکيو شاته ولاړ وو ، يو بل ځوان  ترې پوښتنې کولې ، له ځوابونو داسې ښکاريده لکه هغوى چې پوره ويښ نه وي او يا ذهني حالت يې له لاسه ورکړى وي .    

 خبريال وپوښتل : که په لنډه توګه د روغتيا په باره کې  د خپلې برنامې  په اړه څه ووايي ؟
ځواب و کونکي  بسم الله شروع کړه او بيا يې د فاتحې صورت تر پايه ولوست .

پوښتونکي به ټينګار کاوه،  چې که  په لنډو ټکو کې که راته خپله بهرنۍ پاليسي بيان کړئ :

ځواب ورکونکي به خوله پرانسته : موږ ټول سره وروڼه يوو ، يو د بل بايد درناوي وکړو او ...  .....

پوښتونکي به ټينګار وکړ چې وخت کم دى ، که په لنډو جملو کې راته ځواب راکړئ ؟
خو ځواب ورکونکي به يوه مقدمه  پيل کړه او ترڅو چې به پاى ته رسيده وخت به يې پوره شو .   

 د پوښتنو او ګډوډو ځوابونو لړۍ دوام درلود ، حيران وم ،  فکر مې کاوه،  کوم رواني اکټر راغلى او د خپلو بيمارانو د صحت مند کېدو جاج اخلي .
 کله چې به د کومې پوښتنې ځواب ورکوونکي ، ستونى وچ شو او هرڅه به يې له ياده ووتل ، خپه به شوم  ځان سره به مې ويل : بابا! دلته د  روغو خلکو فکر په ځاى نه دى ، دا خواران   څه ملامت دي ، ولې يې ځوروئ ؟

 زه  لا  هماغه شان  دغو ځواب ورکوونکيو ته  په فکر کې وم ، چې کوربه اعلان وکړ :
زموږ د خپرونې وخت ختم دى  د ولسمشرۍ له کانديدانو هر يوه ... څخه مننه چې  برنامه کې يې ګډون وکړ او زموږ پوښتنې يې ځواب کړې!

 کابل ، د زمري ١٢مه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery