دخپریدو نیټه : 2005-06-25 مخپرونکئ : 060 - دبېنواخبریال -کابل
په وينو لړلي واوري
ل :ماياكوفسكي، ژ : حشمت ساحل
په وينو لړلي واوري
و ګوره...! تر اوسه لا د هغه د وينو څاڅكي د سپينو زلالو واروپر مخ ځلېږي.
او... دهغه نوم به هم د هيواد د فدايانو په نومونو كښي ځلانده وي.
د اسرې واوري چي د په دښتو كښي وينۍ دا... هغه سوځلي وريځي نه دي چي د غروب پر مهال د اسمان پرمخ ليدل كېږي.
دغه گلرنگه واوري چي ستاسو تر قدمونو لاندي كښېكښل كېږي دا د نازكو سروګلانو د غوټيو پاڼي نه دي او نه هم د ښكلي پېغلي پر مخ د شرم له وجي سور واله، خو د سرو ګلانو د غوټيو تر پاڼو زړه وړونكي او ده پېغلي تر سرو باړخوګانو ښكلي دي.
دغه په وينو لړلي سرې واوري د هيواد د بچيانو تلپاتى ياد دى چي د پسرلي زړه وړونكى لمر پر ځلېږي لكه هري ذرې ته چي يې تازه روح لار كړې وي. او له دښتي څخه د ښكلي وږمې په را الوتو سره يې خوشبويي او معطروالى زموږ تر سږمو رارسېږي.
دا په وينو لړلي واوري د هيواد د بچيانو دي چي د ازادۍ په لار كي يې ځانونه بايللي.
تر هغو به د دوى ستم ځپلي ارواوي په آسمانو كښي په پراوزي وي د بدلون فريادونه به وهي او په هغه ځاى كي چي د دوى د وينو سپېڅلي څاڅكي توى شوي وي تل به په وينو لړلي واوري و اوري.