مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-06-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

شرمېدلى

نعمان دوست - کابل
په موټر کې ناست کسان  د يوبل غوږونو ته نږدې شول  ، پټې خبرې تبا د ه شوې ، منځ کې پرده ځوړنده شوه . ښځې خو له وړاندې چادريو کې پټې وې ، پردې نه دې خوا نرانو هم دسرونو پټول پيل کړ   ، ږير و کې ږمنځې وهل پيل شول  هرچا کوښښ کا و خپله ږيره له نورو اوږده وښيي .
  هريوه دسترګو ليدلى حال بيانوه ، چا به وې : پرون يې يو نفر د سرتورۍ په ( جرم )له ژونده بېز ار کړ .
 بل به غږ کړ : خداى مو ترې ساته ، پرون يې دبازار منځ کې يو ځوان په ډېرو وهلو بې هوښه کړ ، بلا دُره په لاس کسان ترې راتا و   وو ،له هر وار سره به يې ورته همدا ويل : په سنت موکدو شر مېږې ؟ بيا ږيره لنډوې ؟ او ....
  دموټر دمنځ دروازې څنګ ته پر څوکۍ ناست ځوان ، دهرې کيسې په اورېدو سره ټکان خوړ، رنګ يې زېړ شو ، کله به يې څادر کې ځان تاو کړ ، بېرته به يې څادر لرې کړ په ږيره يې ډېرې هڅې وکړې خو دسزا ورکونکو په خوښه اوږده نه شوه .
 دهغه لا هماغه شان لاس په ږيره کې و چې ، موټر ودرېد ، دوه ږيرور کسان چې ول – ول لنګوټې يې په غاړه کې پرتې وې ، دره په لاس را پورته شول .
  اخوا دېخوا يې په راوتلو سترګو وکتلې ، په هماغه زلمي چې ديوه سپين ږيري تر څنګ الوتې نګه  ناست و نظر ولګېد .
 لاس کې دره په حرکت راغله ، سترګې نورې هم را ووېستې ، چغه يې کړه : او بدبخته را پورته شه !
  هغه ځان غلى کړ .
درې والا په ږيره لاس تېر کړ ، ور وړاندې شو ، لاس يې پورته کړه : تاته وايم ! او کوڼه !  دپيغمبر پر سنتو شر مېږې ، پورته شه چې اسلام در وښيم .
 هغه لا عذر ته خوله جوړه کړې نه وه ، چې له اوږې يې دوړې  پورته شوې ، په دوتنو يې له موټر نه ښکته کړ    .
 په هغه که دګاډۍ اس دقمچينو باران جوړ و .
موټر کې ناستو کسانو پټ – پټ ورکتلې خو چا کې دويلو جرئت نه و .
دڅنګ ناست سپين ږير ى ورښکته شو ، په زاريو يې پيل وکړ، ونه شوه ، اخر يې په دواړو لاسونو کې دعذر په خاطر د درې والا مبارکه ږيره ونيوله ، هغه په قهر ، سرته ټکان ورکړ خو ږيره يې دبوډا په لاس کې پاته شوه .
نعمان دوست
کابل – علوم اجتماعى 
د ١٣٧٥ کال د وږي٢٠  مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery