مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-07-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سياله ښځه

اجمل سوله مل - کابل

ودريږه!!! 
د څه شي لپاره ودريږم ؟ ها
ته خو زما خبره واوره ، يو ځل دي غوټه كښيږده بيا به ....
بيا به څه ، نور زه هيڅ نه اورم او نه غواړم چي ستا دا بي ځايه چټي درواغ واورم
د خداي لپاره  دا ته اوس ولې ليونۍ سوې يې ، څه خبره ده ته ولې داسې كوې ؟
څه څه دي وويل ؟ ته يو ځل بيا ووايه ، د خداي لپاره ؟ ته خداي هم پيژني ، كه يوازي د هغه نوم دې زده كړې دى ؟
دا ته څه وايې لاهولو والله .... اوس ته خپل پر دا سراو نيم سر اولادو باندي رحم وكړه  چي زما او د ځان په غم كې نه يې !
ها ها ها ... څه ،  اولادونه ؟  ها ها ها ته د اولادونو غم خورې ؟ ځه ولاړ سه دا خبرې دي د بل چا مخ ته وكړه چې تا نه پيژنې ، خو زه دې په رګ رګ خبره يم چې هلته څه تيريږې . تا كه زما د اولادو غم خوړلاې ، تا كه د عزت ژوند غوښتلاى او تا كه د سيالانو په منځ كې سرلوړتيا غوښتلاې نو دا ورځ به پر ما نه راتله !
وه ښځي وه ښځي ته خو ووايه ما داسې څه كړې چې اوس ستا په نظر كې د نړۍ تر ټولو خوار ، ذليل  او بې غيرته ښكارم ؟
زه دې كور ته نه يم راغلې چې هره ورځ تا ته داستان ووايم ، نور زه هيڅ نه اورم .
ګوره زما خبره خو واوره ، ودريږه اوس چيرې روانه يې ؟
خوشې كړه .... ماته نور لاس مه راوړه ، زه ستا څه يم ها ؟ ماته ووايه زه ستا څه يم تا ما ته څه كړې ،  ځواب مې راكړه ! ؟
وه خدايه دا څه وايې ؟ ته زما ښځه يې ، ته زما ننګ  او ناموس يې ، د دې كور څخه ستا په وتو به زما پر تندې  د بيغيرتۍ او بې ننګۍ ټيكه ولګول سي ، ته خداى ته وګوره داسې مه كوه !؟
هه ، بيغيرتي ، اوس خو دي داسې د با تورۍ ژوند دى ! ته د كوم غيرت خبرې كوې ، ستا دلاسه خو ټوله عمر د خلكو په پيغورونو او خنداګانو را باندي تير سو ، نور زه داسې ژوند نه غواړم ، او اوس ، او اوس هغه شيبې راغلې چي خپل پر ځان كالې ټوكر ټوګر كړم او ځان زندۍ كړم . نور ته پوهيږې او ستا اولادونه ، چې په سوال ژوند كوې .، ځان خرڅوې اويا ......
لا هول والله ،  وه  د خنځير لوري ډير دي پدې شپه ماغزه راته ګډ وډ كړل ، اوس بدي مخ په څپيړو در وپړسوم ، راته ووايه چې څه آسمان در باندې نړيدلې ؟
په ژړا ... ها هه اه اه  وو  ومي وژنه ، حلاله مې كړه ... سر مې د تن څخه جلا كړه زه دا غاړه څه كوم   اهه ....ها .. دا كرياب لاسونه څه كوم !؟
و پاكه خدايه زه نه پوهيږم يا به زه ليونۍ سوې يم او په خبره به نه پوهيږم اويا به دې بد مرغې ښځې اعصاب د لاسه وركړي وي ، كله غاړه يادوي كله لاسونه يادوې زه نه پوهيږم چې څه وكړم پدي نيمه شپه .
ښځي د مخه مې ايسته كيږه كه نه اوس به دې په رښتيا  سر د بدن څخه وشكوم .
د څو سرونه دې داسې شكولې ؟
ښه ته زما سره ژبه  كوې ؟ اوس چې زما ادكه مور هم سې والله كه دې پريږدم .
كړس ( د څپيړې ږغ )
آخ
ام م م هه هه   . . . تا. . هه  . . تا زه  ووهلم ؟ داغه زما د لسو كلونو دمينې پايله ده ؟ داغه ستا مينه اوپيرزوينه ده. . . . . ؟
د ځان سره : و خدايه دا مې څه وكړل ، خو  د ښځي دومره مكاري او دوه مخيتوب مې هم  نه وو ليدلې .
ووايه ګرانې ، تاخو نن زما د سر په كاسه كې ماته اوبه راكړې ، ووايه څه درباندې سوي ولي نه وايې ؟
زه . . .  زه چې نن د جمال اكا د زوى واده ته تللې وم  ، نو چې كتل مي ټولوښځو د كومبړ سره او زرغونه كميسونه اغوستي وه ، پنځه پوړه او شپږ پوړه د سرو ز و غاړګۍ  يي په غاړه وې  د هري يوې لاسونه تر څټه پورې ډك وه  ، كله چې زه كښينستلم د ښځو پس پسك شروع سو، سپكه يې دا چې  ستا ګرانه ورينداره هم پكښي ناسته وه  اوزما خوا ته يې ډير ډير كتله . نور يې په خبرو نه پوهيدلم خو. . .  خو د اشارو څخه يې داسي  پوه سوم  چې زما د كوچنۍ غاړګۍ په هكله يې  خبرې كولې .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery